د ترکمنستان پلازمېنې عشقاباد کې د اروپايي ټولنې او مرکزي اسیا د ځانګړیو استازیو له ناستې وروسته په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې د افغانانو پر ملاتړ او د افغانستان د اقتصادي زېربناوو پر بیارغونه ټينګار شوی دی.
ا.ا یادې خبرپاڼې ته په غبرګون کې ویلي چې د سیمې او نړۍ هېوادونه دې له افغانانو سره د مرستې او د دغه هېواد د اقتصادي زېربناوو د بیارغونې لپاره د یاد هېواد کنګل شوې شتمني ازاده کړي.
د ا.ا د ویاند مرستیال بلال کریمي سلاموطندار ته وویل: «هره هغه ناسته چې د افغانستان په تړاو کېږي، باید له افغانانو سره د مرستې په اړه پرېکړې وشي او د کنګل شویو شتمنیو په اړه غږ پورته شي او د ډيپلوماټیکو اړیکو د ټینکښت لپاره باید عملي ګامونه پورته او اندېښنې دې حل شي.»
د عشقاباد ناستې ګډونوالو د خبرپاڼې په یوې برخه کې افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو او د ښځو او نجونو د کار او زدهکړو محدودیت پر لرېکېدو ټينګار کړی دی.
خو د بلال کریمي وايي چې د اسلامي اصولو په رڼا کې د خلکو حقونو رعایت ته ژمن دي. نوموړي وویل: «د مخکیني نظام یوه برخه شته او څوک له دندو نه دي ګوښه شوي. دویمه دا چې کابینه کې د ټولو قومونو خلک شتون لري او که د ټولګډونه حکومت څخه موخه هغه خلک وي چې ازمایل شوي، هغه نه خلک مني او نه هم هېوادونه دې له زموږ دا غوښتنې کوي.»
بلخوا د سیاسي چارو شنونکی او د پوهنتون استاد سرور جعفري وايي چې بېلابېل هېوادونه افغانستان کې د ټولګډونه حکومت له جوړېدو څخه خپلو سیاسي موخو ته د رسېدو لپاره د ابزار په توګه استفاده کوي.
هغه وویل: «که د ټولګډونه حکومت څخه منظور یو څو ځانګړې څېرې وي، دا د افغانستان ستونزه نهحلوي، ښايي په دې اړه هوکړه وشي او د هېوادونو رضایت هم ترلاسه شي، خو دا به په واقعي توګه ټولګډونه حکومت نه وي.»
د اقتصادي چارو کارپوه عبدالوافي نایبزی بیا وايي چې د افغانستان زیربناوو سره د سیمې او نړۍ هېوادونو مرستې ټولګډونه حکومت جوړېدو او پر ښځو د لګېدلو بندیزونو لرې کولو پورې تړلې دي.
هغه وویل: «له شک پرته که د افغانستان شتمني ازاده شي او هېوادونه د افغانستان زیربناوو کې مرسته وکړي او د مرکزي اسیا هېوادونو سره ښه اقتصادي تعامل وشي او هغه شرایط چې هغوی یې غواړي او زموږ ملي ګټو ته زیان ونهرسوي د امارت لهخوا ومنل شي، دا به د افغانستان د اقتصاد د ودې لامل شي.»
د یادونې وړ ده چې د اروپايي ټولنې او د منځنۍ اسیا هېوادونو استازیو د روانې مې میاشتې په ۲۵مه او ۲۶مه د ترکمنستان پلازمېنه عشقاباد کې د دوه ورځنۍ غونډې پرمهال د افغانستان پر بشري، اقتصادي او پرمختیايي وضعیت هم بحث او خبرې کړي.
سلاموطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ
دوی د افغانستان په تړاو د راتلونکو غونډو ترسره کولو څخه ملاتړ څرګند کړی دی.