ننګرهار کې د تولیدي کارخونو مسوولان په صنعتي ښارګوټي کې د برښنا کموالي، د سړکونو خرابوالي، د اوبو کښت او د بازار له نشتونه شکایت کوي.
دوی سلاموطندار سره خبرو کې وايي، صنعتي ښارګوټي کې برښنا کمه او په ۲۴ ساعتونو کې یوازې ۵ برښنا لري چې له کبله یې چارې ټکنۍ او لویه اقتصادي ضربه ویني.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ننګرهار په شیخ مصري ښارګوټي کې د چرګانو د تولیدي فابریکې مسؤل سیال ساپی وايي، پر دغې فابریکې یې یوولس میلیونه امریکايي ډالره پانګونه کړې او په مستقیم او غیرمستقیم ډول یې زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره کړې.
نوموړی وايي، حکومت باید دوی ته پاملرنه زیاته او ورته بازر موندنه وکړي. «لویه ستونزه د برېښنا نشتون دی، سړکونه نشته، کانالیزسیون سیستم نشته، دلته اطفایه نشته، روغتون نشته او ګڼې نورې ستونزې هم شته، چې مونږ ورسره مخ یو.»
ننګرهار کې د «عجوه فیډمیل» تولیدي کارخونې د بازار موندنې مسوول کامران اکبري بیا له حکومته وغوښتل چې د خصوصي سکتور د پیاوړتیا لپاره د دوی ملاتړ وکړي.
هغه وویل: «تر ټولو مهمه ستونزه د سړکونو ده، سړکونه خام دي. بله ستونزه د برښنا ده چې اوس وخت کې مونږ ۲۴ ساعتونو کې ۱۰ تر ۱۲ ساعته برښنا لرو. بله ستونزه د احاطې ده، صنعتي پارک احاطه نه لري. مونږ غواړو چې د ملي بس سیستم برابر شي، ترڅو کاریګر په اسانه توګه کار او کورته لاړ شي.»
د اقتصادي چارو شنونکي له خصوصي سکتوره پر ملاتړ ټینګار کوي او له حکومته غواړي چې په کور دننه د کاري فرصتونو د رامنځ ته کولو لپاره خصوصي سکتور سره همکاري زیاته کړي.
دوی وايي، که د برښنا، سړک، بازار موندنې او نورې ستونزې حل شي، شونې ده چې په یوه فابریکه کې خلکو ته دوه شیفټه د کار زمینه برابره شي.
د اقتصادي چارو شنونکی اسدالله احمدزی وايي: « په کور دننه د کاري فرصتونو د ایجاد لپاره اړتیا ده، چې د خصوصي سکتور ملاتړ وشي، ځکه خصوصي سکتور د بې کارۍ ګراف راټیټوي او د اقتصادي ودې چټکتیا کېې اغېزناک رول لري، په اوسني وخت کې حکومت ته په کار ده، چې تر بل هرڅه ډېره خپله پاملرنه خصوصي سکتور ته واړوي.»
بل لورته د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ ریاست د صنعتي پارکونو مدیر شاکرالله ستانکزی وايي، سرپرست حکومت ژمن دی چې له خصوصي سکتوره ملاتړ وکړي او ورته اړینې اسانتیاووې برابرې کړي.
د هغه په وینا، دامهال په ننګرهار کې ټولو فعالو فابریکو ته ځمکه وېشلې او ځینو ته یې سړکونه هم جوړ کړي دي.
نوموړي سلاموطندار ته وویل: «مونږ ننګرهار کې ۱۵۰ فعالې فابریکې لرو، ټولو فابریکو ته مو ځمکې وېشلې، ځنیو ته مو سړکونه هم ور جوړ کړي او ځینو نورو ته د جوړېدو په حال کې دي، د چاردیوالۍ کارونه یې هم شوي، چې په دغو فابریکو کې زرګونه کسان په کار بوخت دي.»
تر دې وړاندې د اسلامي امارت مسوولانو تل ویلي، له خصوصي سکتوره ملاتړ ته لومړیتوب ورکوي او هڅه کوي چې د پانګوالو لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې کړي.


