د روان کال د اګسټ پر ۳۱مه کونړ کې له مرګونې زلزلې وروسته، اوس هم دغه ولایت کې وخت ناوخته زلزله کېږي چې نه یوازې خلکو ته یې درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي، بلکې د زلزله ځپلو کورنیو په ځانګړي توګه د هغوی د ماشومانو پر رواني حالت یې ژور منفي اغېز کړی.
یوشمېر زلزله ځپلي چې دامهال په کمپونو کې ژوند کوي وايي، دغه ولایت کې د پرلپسې زلزلې له امله رامنځته شوې وېرې د ماشومانو ذهني سلامتۍ ته جدي ګواښ پېښ کړی.
دوی وايي چې زلزلې تر ډېره د شپې لخوا کیږي چې له امله یې ماشومان له خوبه راویښیږي، چیغي وهي او ان له مور او پلار څخه بېلېدل نه غواړي.
د څوکۍ ولسوالي د دېوهګل درې زلزله ځپلي نقیبالله چې ماشومان یې د زلزلې له امله وېرې سره مخ دي، په دې اړه وویل: «زلزلې کېږي، پرون سهار ډېره غټه زلزله وشوه، موږ په هوار ځای کې خېمې وهلي، یو ځل راپاڅېدل او چغې یې ووهلې، څلور څلور نیمې بجې ټیم غونډ راپاڅېدل.»
زلزله ځپلي همدارنګه وايي چې د ماشومانو پر رواني حالت د زلزلې اغېز ډېر ژور دی او ماشومان اوس هم له شور او یو ناڅاپه غږونو څخه وېرېږي. د زلزله ځپلو په وینا، ماشومان یې وېرېږي چې زلزله به بیا تکرار شي.
دې سره د څوکۍ ولسوالي د دېوهګل درې چې زلزلې سخته زیانمنه کړې، ۱۲ کلنې اوسېدونکې وجیهې او ۱۴ کلن تواب چې دغسې وضعیت سره مخ دي، سلاموطندار سره خبرو کې وویل: «یو مې بابا دی او یو مې پلار دی، پلار مې هم کار نه وتی دی، هغه نورګل دره کې کار کوي، موږ دې کور ویرېږو، خېمه یې راکړې ده، هغلته پکې څملوو.»

۱۴کلن تواب هم وویل: «کله چې زلزله وشي، نو موږ ماشومان غېږ کې واخلوو، چغي وهي او ژاړي، اوه کلن او شپږ کلن دي، ژاړي، وېرېږي، اولو شپو کې د زلزلو مو منډې کړې، نو خور مې ولید ده چې برنډې نه ولیده او ما چیغه کړه، زه کوټه کې ایسار وم، دا ځای مې ولید او لوېدو کې خدای پاک بېرته ویښ کړم او له هشهدارې مې راودانګل.»
ورته وخت کې یوشمېر ځوانان او ټولنیز فعالان وايي، که تر زلزلې وروسته وضعیت سم مدیریت نهشي، د ماشومانو اوږدمهاله رواني ناروغیو ته لاره هواروي.
دوی د زلزله ځپلو لپاره د رواني مشورتي مرکزونو فعالول، د ماشومانو ذهني ارامتیا او هغوی سره د سم چلند کولو لپاره کورنیو او ښوونکو ته د روزنې ورکول، د ماشومانو لپاره د لوبو او تفریحي پروګرامونو جوړول او روغتیاپالانو ته مراجعه کول، د ډار له وضعیت څخه د زلزله ځپلو په ځانګړې توګه د ماشومانو ژغورلو لپاره مهم اقدامات بولي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ټولنیز فعال قانتالله صافي وویل: «اساسي دغه چې دی، دوی بې کوره شوي دي، له سهار تر ماښامه زدهکړو کې مصروف وي او ذهنونه یې ارام وي. له هغې وروسته مدرسه ووايي او داسې شي چې مصروفه شي. داسې نه شي چې ځانله شي او د وېرې احساس وکړي.»
بل ټولنیز فعال سمیعالله وویل: «ماشومانو ډېر د ډار احساس کړی، اوس هم چې چېرته یو انجن چالان شي، یا غرار وشي، ماشومان وېرېږي، ژاړي او چغې وهي. د دوی کورنیو ته مې دا توصیه ده چې دوی ته د صبر تلقین وکړي. داسې چې مور او پلار یې له دوی مخکې منډې وهي او ماشومان نور هم په ډار کې واچوي. نه ماشومانو ته د صبر تلقین ورکړي، شکرالحمدالله زلزله شته، خو ډېرې نهدي.»
د دوی په اند، زلزله د ولس پر ذهن، ژوند او اقتصاد مخامخ اغېزه لري، نو اړینه ده چې د فزیکي مرستو ترڅنګ، ذهني او رواني روغتیا ته هم جدي توجه وشي.
که څه هم د حکومت او ځینو داخلي او نړیوالو مرستندویه ادارو له لوري د زلزله ځپلو کورنیو لپاره خیمې، خوراکي توکي او صحي خدمات برابر شوي، خو هغومره چې اړتیا ده، رواني برخې ته توجه محدوده پاتې شوې.
اړتیا ده چې حکومت په ځانګړې توګه د روغتیا وزارت او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف او د ماشومانو د خوندیتوب سازمان یا سیف د چلدرن په څېر نور سازمانونه دې د ماشومانو ذهني سلامتیا ته لومړیتوب ورکړي.
اخوا د څوکۍ ولسوالي د دېوهګل درې د زلزله ځپلو کمپونو مسوول مفتي خلیلالرحمان وویل، د هغو زلزله ځپلو په تړاو چې د زلزلې له امله رواني فشارونو سره مخ دي، بېلابېلو ادارو یو لړ اقدامات کړي او دغو کورنیو ته یې پوهاوی ورکړی کړی.
څوکۍ ولسوالي کې د دېوهګل درې د زلزله ځپلو د کمپونو مسوول مفتي خلیلالرحمان وايي: «د دې په رابطه باندې چې رواني تکلیف ورته ویل کېږي، ځینې ماشومان او سپینږیري له ځینو ستونزو سره ورسره مخ دي. دلته خیریه بنسټونه په دې رابطه باندې یو څه نا څه کار کوي.
د څوکۍ ولسوال محمد ابراهیم ثاقب هم مني چې کونړ کې پرلپسې زلزلې ځينې زلزله ځپلې کورنۍ یو ډول وېرې سره مخ کړي دي.

هغه وویل: «مخامخ نو اوس خو یوه ورځ نشوه دوه نشوه، دوه میاشتې کېږي، ډېر خلک شته چې غریبانان په رواني ستونزو اخته دي. تشویشات ورسره دي، د زندګۍ او معیشیت اسباب ورته نشته دی. د کورنۍ غړي یې له لاسه ورکړي دي. خامخا ورته رواني مشکلات متوجه دي.»
نږدې دوه میاشتې وړاندې د کونړ په یوشمېر ولسوالیو په ځانګړې توګه څوکۍ او نورګل ولسوالیو کې زورورې زلزلې وشوې. دا زلزلې دومره زورورې وې چې له امله یې ۲،۲۰۵ کسان مړه او۳،۶۴۰ ټپیان شول او زرګونه کورنۍ بېځایه شوې.
د زلزلې له امله نه یوازې کورونه ویجاړ شول، بلکې روغتیايي مرکزونه، د څښاک پاکې اوبه، او د حفظالصحې اساسي اسانتیاوې هم له منځه ولاړې.


