Asset 1SWN

سرپل کې د لسګونو زده‌کوونکو مسمومېدل؛ نجونې له ښوونځي را وګرځېدې

IMG-20230605-WA0023

د سرپل په سانچارک ولسوالي کې د «کبود آب» او «فیض‌اباد» د نجونو ښوونځیو د زده‌کوونکو یوشمېر کورنیو سلام‌وطندار ته ویلي، له هغه وروسته چې د دغو دوو ښوونځیو زده‌کوونکي مسموم شول، لوڼې یې پر اروايي ناروغیو اخته شوي او ښوونځي ته نه‌دي تللي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یوې زده‌کوونکې مور لطیفه وايي، لور یې چې په ښوونځي کې مسمومه شوې، روغتیايي وضعیت یې ښه نه‌دی او پر اروايي ناروغیو اخته شوی دی. هغه زیاتوي: «نجونې زده‌کوونکې نن ښوونځي ته ولاړې نه او ښوونځي ته له تګ څخه وېره لري؛ ځکه کېدای شي بیا مسمومې شي.»

د یوې بلې زده‌کوونکې پلار صداقت‌علي وايي: «لور مې له دې پېښې وروسته ښه وضعیت نه لري او په څلېرویشت ساعتونو کې دوه ساعته ویده شوې ده.» هغه له اسلامي امارت څخه غواړي چې د دې پېښې عاملان په نښه او سزا ورکړي.

په همدې حال کې د سرپل د اطلاعاتو او کلتور رییس عمیر سرپلي سلام‌وطندار ته ویلي، هڅه کوي چې د پېښې عاملان ونیسي. هغه زیاتوي چې په تېرو دوو ورځو کې ۷۷ زده‌کوونکي او زده‌کوونکې، اووه ښوونکي، د زده‌کوونکو پنځه خپلوان او د فیض‌اباد د نجونو ښوونځي یو خدمتګار مسموم شوی دی.

هغه زیاتوي: «د زده‌کوونکو او ښوونکو د مسمومېدو لپاره له اوښکو بهوونکو توکو څخه چې ساه‌لنډي او د خولې سوځېدل ورسره مل دي، کارول شوي دي.» د نوموړي په وینا، د مسموم شویو زده‌کوونکو روغتیايي وضعیت د قناعت وړ دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

بله‌خوا د سرپل د پوهنې رییس محمد رحماني وايي، اوس یاد ښوونځي د زده‌کوونکو پر مخ تړل شوي او د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست د زده‌کوونکو مسموموونکي توکي ارزوي. هغه د دې پېښې لامل شخصي دوښمني بولي او وايي چې په اړه یې نورې څېړنې هم روانې دي.

د سانچارک ولسوالي قومي مشران هم د پېښې عاملانو ته د سزا ورکولو غوښتنه کوي او له اسلامي امارت څخه غواړي چې د ښوونځیو امنیت ټینګ کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام