د افغانستان مرکزي بانک نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغانیو په وړاندې د ډالرو د ارزښت کمېدو لپاره، د افغانستان بانک غواړي سبا د داوطلبۍ په په ترڅ کې شاوخوا (۱۲) میلیونه امریکايي ډالره د یوې ازادې او رڼې پروسې له لارې وپلوري.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې پر شرایطو برابر وي غوښتنه کړې چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي. په وروستیو څو اوونیو کې دا څوم ځل دی چې مرکزي بانک ډالر بازار ته وړاندې کوي. دغه بانک وایي چې د دې کار موخه د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیې ټیټېدل دی.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو ورځو کې د افغانیو پر وړاندې د ډالر ارزښت یو ځل بیا لوړ شوی دی. د تازه تبادلې له مخې نن یو ډالر په ۸۹ افغانۍ تبادله شوې. په وروستیو ورځو کې د ډالرو ارزښت ۸۵ افغانیو ته راښکته شوی و.