د افغانستان د شپږیزې کرېکټ لیګ په روانو سیالیو کې نن له غرمې مخکې امو نهنګان لوبډله بریالۍ شوه چې پامیر زلمي د ۳۰ منډو په توپیر له ماتې سره مخ کړي.
په دغه لوبه کې امو نهنګان لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سیالې لوبډلې ته د ۱۳۱ منډو هدف ورکړ.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ځواب کې پامیر زلمي لوبډله د یاد هدف ترلاسه کولو کې پاتې راغله او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۱ منډې جوړې کړې او د ۳۰ منډو په توپیر یې دغه لوبه نهنګانو ته وبایلله.
د یادې سیالۍ غوره لوبغاړی د امو نهنګان لوبډلې لوبډلمشر احسانالله جنت ونومول شو چې ۵۴ منډې یې جوړې کړې وې.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د نن ورځې په دویمه لوبه کې سپینغر پړانګان د بندامیر ښاماران پر وړاندې د لوبې ډګر ته ځي.


