د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکو نن پنجشنبه، کب ۲۳مه، د واخان-بدخشان سړک د دویمې برخې د جغلاچوونې تړون له یوه خصوصي کورني شرکت سره لاسلیک کړ.
د وزارت سرپرست محمدیونس اخندزاده په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې د دې تړون پربنسټ به یاد ساختماني شرکت د بدخشان له واخان سړک ۷۱ کیلومتره د بزای ګنباد سیمې څخه د ولایت د بروغېل تر پولې چې له اته تر ۱۰ متره پلنوالی لري او ۱۴۳ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي، جغل واچوي.
د نوموړي په وینا، دا پروژه به په راتلونکي کال کې بشپړه شي چې له هغې وروسته به افغانستان د چین له پولې سره ونښلول شي.
هغه وویل: «موږ نن د واخان سړک د دویم فاز جغل اچولو قرارداد د کورني شرکت صداقت سره لاسلیک کړ او د دې پروژې کار به د هوا په ګرمېدو سره پیل شي. کله چې دا سړک جوړ شي، نو ښاریان به وکولای شي، په خپلو کوچنیو موټرو کې چین ته سفر وکړي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کلیو بیارغونې او پراختیا سرپرست همداراز وايي چې د واخان-چین سړک د افغانستان او چین لپاره تر ټولو لنډه ټرانزیټ لاره او ګټوره اقتصادي پروژه ده.
د صداقت ساختماني شرکت چارواکي وايي، دوی به د واخان – بدخشان سړک دویمه برخه د نړیوالو معیارونو سره سم جوړه کړي.
د شرکت رییس غوثالدین وویل: «موږ د یاد وزارت مسوولانو سره ژمنه کړې چې د هوا په ګرمېدو او په لوړ معیار خپل کارونه پیل کړو او هڅه به وکړو چې د روان کال تر پایه یې، بشپړه کړو.»
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په وینا، د واخان-چین سړک لومړۍ برخه تېرکال د بزای ګنبد له سیمې پیل شوه او د چین پولې ته د ۵۰ کیلومتره په اوږدوالي سره بشپړه شوې ده.


