د هلمند واشېر ولسوالۍ کې د راستنېدونکو لپاره په ۱۰ زره جریبه ځمکه ښارګوټی جوړیږي.

دا ښارګوټی د کندهارـ هرات پر لویه لاره د واشېر ولسوالۍ «شوراب» ته څېرمه سیمه کې جوړېږي چې د پلان له مخې به په کې زرګونو راستنېدونکو کورنیو ته د استوګنې، روغتیا، تعلیم او بازار موندنې اسانتیاوې برابرې شي.

نن د دې ښارګوټي د لمړي فاز چې ۵ زره جریبه ځمکه په کې شامله ده، د بنسټ ډبره کښېښودل شوه.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل:

“راستنېدونکي افغانان د اقتصاد لپاره نه، بلکې د دین او وطن د دفاع له پاره کډوالي ته اړ شوي وو، اوس زموږ مسؤولیت دی چې ورته د باثباته ژوند زمینې برابرې کړو.”


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


حنفي زیاته کړه چې د بیرته راستنېدونکو ستونزو ته د رسېدو لپاره جوړ شوي عالي کمیسیون تر چتر لاندې دولس کميټې فعالیت کوي.

د کور او ښار جوړولو سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني وویل، دا ښارګوټی د ښاري پلان له مخې جوړېږي.

“په لومړي فاز کې درې جامع جوماتونه، ۱۸ کوچني جوماتونه، ۳۰ ښوونځي او مدرسې، ۸ کلینیکونه، ۵ روغتونونه، او مارکېټونه پکې شامل دي.”

د هلمند مرستیال والي مولوي محمدنبي حماس وویل، دا پروژه به نه یوازې د بیرته راستنېدونکو ته د سرپناه زمینه برابره کړي، بلکې سیمه‌ییز اقتصاد ته به هم وده ورکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام