سرله دې چې هېواد کې د نوروز نمانځنه یو تاریخي دود دی او د نوي کال په رارسېدو سره خلک د کال لومړۍ ورځ په جشن سره نمانځي؛ خو ناامنیو په دې ډول تاریخي جشنونو سیوری غوړولی او هغه یې بېرنګه کړي دي.
د ټول هېواد په ځانګړې توګه پلازمېنه کې امنیتي وضعیت خرابه شوی او هېوادوال یې اندېښمن کړي دي.
یو شمېر پلازمېنه مېشتي وايي، سرله دې چې غواړي د نوي کال په نمانځغونډو کې د ګډون لېواله دي؛ خو ګډون یې له اندېښنو سره دی او هره شېبه د دې وېره وي چې د چسپکي ماین چاودنې له کبله خپل ژوند له لاسه ور نه کړي.
دوی د خپل ځاني امنیت د خوندیتوب غوښتنه کوي.
امنیتي بنسټونه د کابل اوسېدونکيو اندېښنو ته په ځواب کې وايي، د کابل مېشتو امنیت خوندیتوب ته چمتو دي او په دې اړه جدي تدبيرونه نیول شوي دي.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز سلاموطندار ته وویل، د امنیتي ځواکونو د کړنو ترڅنګ د کابل ښار د امنیت لپاره د خلکو همکاري هم اړینه ده.
په پلازمېنه کې د هېوادوالو اندېښنې په داسې حال کې مطرح کیېږي چې تېره اوونۍ په دوه بېلابېلو چاودنو کې ۹ کسان ووژل شول او ۲۴ نور ټپیان شول.