د فاریاب امنیتي مسوولانو سلاموطندار ته ویلي چې د دغه ولایت په دولتاباد ولسوالي کې دوو کورنیو د څړځای پر سر شخړه کړې چې له کبله یې درې کسان وژل شوي دي. دا پېښه پرون د دولتاباد ولسوالي په «شور دریا» سیمه کې شوې ده.
د فاریاب د امنیې قومانداني ویاند حمیدالله بتشکن وايي، دا شخړه د کاکا ځامنو ترمنځ د څړځای پر سر شوې ده.
د بتشکن په وینا، په دې شخړه کې وسلې کارول شوي چې له کبله یې د وليجان په نوم یو کس له یوه او بازمحمد او مجنون په نومونو دوه نور کسان د بل لوري وژل شوي دي.
د فاریاب د امنیې قومانداني ویاند وايي، یاده نښته سیمې ته د اسلامي امارت د ځواکونو له رسېدو سره سمه پای ته رسېدلې او درې کلاشینکوفونه هم هم د دوی لاس ته ورغلي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یادونې ده چې څه موده وړاندې په بادغیس کې هم د څړځایونو پر سر نښته کې دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.