عبدالولي حیدري چې د کاپیسا اوسېدونکی دی، کله ناکله له خپل صندوق څخه یو زوړ البوم راباسي؛ هغه البوم چې له کلونو راهیسې پهکې د ده د ورک شوي ورور یوازینۍ نښې خوندي پاتې دي. هغه وايي، دا انځورونه د ده د تېر ژوند دردونکې خاطرې ور تازه کوي.
عبدالولي حیدري وایي، ورور یې محمدمحبوب حیدري شاوخوا ۳۷ کاله وړاندې د افغانستان د کورنیو جګړو پرمهال د یوه جهادي تنظیم له لوري بندي او وروسته نادرکه شو. د هغه په وینا، دا پېښه د ۱۳۶۷کال د تلې میاشتې په اوومه نېټه د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالي کې رامنځته شوې وه.
هغه وایي: «په هغه وخت کې د ارګون وضعیت ډېر خراب و. شاوخوا ۱۱۳۰ تنه عسکر یو ځای بندیان شول. دا صحنه هېڅکله له یاده نه شم ایستلی.»
عبدالولي حیدري د خپل ورور پر انځورونو په رپېدلو ګوتو لاس راکاږي او وایي، له هغې ورځې وروسته یې مور، پلار او د کورنۍ نورو غړو د ورور د موندلو لپاره ډېرې هڅې وکړې، خو تر ننه یې هېڅ ډول کره معلومات ترلاسه نهکړل.
هغه زیاتوي: «مور او پلار مې چې خدای دې وبښي، ډېر پسې وګرځېدل. دوه ځله پاکستان ته لاړل، هغه وخت پاکستان ته تګ ډېر سخت و. د کونړ له لارې او د غرونو لهمنځه به یې پنځه تر لسو ورځو سخت سفر کاوه، خو هېڅ سرنخ یې پیدا نه کړ.»
د عبدالولي په وینا، مور یې د خپل نادرکه زوی د فراق له امله سخته روحي ضربه لیدلې وه او تر مرګه یې د زوی انتظار پای ته ونه رسېد.
هغه وایي: «موږ هڅه کوله چې مور مې یوازې پاتې نه شي، خو که به یوازې شوه، د کور په یوه کونج کې به کښېناسته، پر ځمکه به ولوېده او ژړل به یې. تر وروستۍ ورځې یې زوی له یاده ونه ووت.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
عبدالولي حیدري وايي، د ورور مېرمن یې هم له اوږده انتظار وروسته اړ شوه چې د خپل پلار کور ته ستنه شي.
د هغه په وینا: «ورور مې واده کړی و، دوه ماشومان یې وزېږېدل، خو دواړه وفات شول. شاوخوا یوولس کاله وروسته موږ خپله ورته وویل چې نور انتظار مه کوه، ځکه دا ممکنه نه وه چې ژوندی دې وي.»
عبدالولي حیدري وایي، لاهم د خپل ورور د برخلیک معلومولو هیله نهده بایللې او هوډ لري چې د پکتیکا ارګون ولسوالي ته ولاړ شي، ښايي هلته کومه نښه ومومي.
هغه زیاتوي: «که ارګون ته ولاړ شو او له هغه ځایه کوم سرنخ پیدا کړو، شاید حقیقت روښانه شي. ورېرونه، خويندې او زموږ ټوله کورنۍ یې یاد هېڅکله نه هېروي. دا ډېر سخته ده چې یو عزیز دې ناڅاپه ورک شي او نه د ژوند خبر ولرې او نه د مرګ. دا درد هېڅکله نه هېریږي.»
د عبدالولي حیدري د ورور د ورکېدو کیسه یوازې د یوې کورنۍ غمیزه نه ده. په افغانستان کې لسګونه نورې کورنۍ هم شته چې د کورنیو جګړو پرمهال یې خپل خپلوان له لاسه ورکړي او یا هم تر ننه نادرکه دي؛ داسې زخمونه چې لاهم د زرګونو افغانانو په زړونو کې تازه دي.


