کابل کې یوشمېر هغه زدهکوونکي چې ګلان پلوري، د یاد ښار په شهرنو سیمه کې د هټیو او رسټورانټونو مخې ته دریږي او هڅه کوي چې خلک وهڅوي، څو له دوی څخه د ګلونو ګېډۍ وپېري.
دغه زدهکوونکي چې لایې د عمر دوه لسیزې نهدې پوره شوي، خپله نیمه ورځ په ښوونځي کې تېروي او پاتې ورځ د کابل په ګرمو کوڅو کې د ګلونو ګېډۍ پلوري، څو یو څو افغانۍ پیدا کړي.
یو له دغو زدهکوونکو څخه چې د ورځې له ګرمۍ ستړی شوی او د یوې هټۍ د زینو تر سیوري لاندې ناست دی. هغه چې د ګلونو یو څو ګېډۍ له ځان سره لري، سترګې یې د یوه داسې کس په لټه کې دي چې ګلان ترې واخلي.
نوم یې عرفان دی او ۱۷ کاله عمر لري.
عرفان چې د یوولسم ټولګي زدهکوونکی دی، وایي، هره ورځ د غرمې له ۱۲ بجو د شپې تر ۸ بجو د کابل د شهرنو په سړکونو کې ګلان پلوري.
نوموړي وویل: «ښوونځي ته ځم او له ښوونځي چې راځم، له دولس بجو وروسته، راځم، تر اتو بجو یم، د ورځې له اوو تر اتو ګلان پلورم، دوه دوه نیم سوه ګټم.»
عرفان وايي، د خپلې کورنۍ د اړتیاوو پوره کولو لپاره اړ دی چې د سړک پر سر ګلان وپلوري. «کور کې نهه کسان یوو، زه یواز یم، اقتصاد مو کمزوری دی، څه وکړم، د کور کارګر کس زه یم.»
۱۵کلن محمد چې هره ورځ د ښوونځي تر رخصتېدو وروسته، د ورځې له ۱۱ د مازدیګر تر ۴ بجو د ګلانو پلورلو لپاره پر سړکونو ګرځي، وايي، که څه هم اړ دی چې دغه کار وکړي؛ خو په وینا یې، د ځینو کسانو ناوړه چلند ورته د زغملو وړ نهدی او دې کار ورته ژوند نور هم سخت کړی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د محمد اندېښه دا ده چې هسې نه له تش جیب سره کور ته ستون شي. هغه وايي، که په ورځ کې څه پېسې ونهګټي، کورنې یې هم ورسره ښه چلند نه کوي.
هغه وویل: «ډېره ستونزمنه ده چې تش جېب کور ته لاړ شې، بیا راته وايي چې ولې دې کار ندی کړې، کومه ښځه یا سړی راشي، ورته وایو چې ګل واخلئ، نه یې اخلي، غالمغال کوي.»
د عرفان او محمد په څېر یوشمېر نور زدهکوونکي هم ورته کیسه لري. ۱۱ کلن طوفان چې د څلورم ټولګي زدهکوونکی دی، د سهار له ۱۰ بجو څخه د سړک په غاړه دریږي او له خپل عمر ډېر مسوولیتونه په غاړه لري.
هغه د خپل پلار ترڅنګ هڅه کوي چې د خپلې پنځه کسیزې کورنۍ لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي. «اړ یم، خو کور کې څه نشته، نن هېڅ پیدا نشول، قلم او کتابچه هم نهلرم او کور کې رومي بانجان هم نشته.»
دغه زدهکوونکي چې د خپل ژوند یوه برخه په سړکونو کې د ګلانو په پلورلو تېروي، له ستزنزو سره سره لا هم د راتلونکي لپاره هیلهمند دي.
عرفان چې له کلونو راهیسې د خپلې کورنۍ د اړتیاوو پوره کولو دروند بار په غاړه لري وایي چې له دغه وضعیت څخه د وتلو لپاره باید ځوانانو ته د مسلکي زدهکړې او د عاید د پیداکولو زمینه برابره شي.
«دولت مو د ګلانو پلور ته نهپرېږدي، د بوتانو رنګولو ته نهپرېږدي، وايي، کار نهکوئ. له دولت غواړو چې د کار کولو زمینه دې راته برابره کړي.»


