نیوزیلنډ او بنګلدېش نن درېیمه یو ورځنۍ لوبه کوي

د بنګلدېش کرېکټ ملي لوبډله نن په خپل کوربه‌توب د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې سره درېیمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن سه‌شنبه د سپټمبر ۲۶مه د بنګلدېش په «شېربنګلا کرېکټ نړیوال لوبغالي» کې ترسره شي.

د اسیا جام؛ سریلانکا نن هند سره لوبېږي

د هند کرېکټ ملي لوبډله نن د اسیا جام د څلور غوره لوبډلو پړاو کې د سریلانکا د کرېکټ ملي لوبډلې سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن سه‌شنبه د سپټمبر ۱۲مه د سریلانکا د کولبمو ښار په «ار پرېماډاسا نړیوال کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

برخلیک ټاکونکې لوبه؛ افغانستان نن اسیا کپ کې سریلانکا سره لوبه کوي

د ۲۰۲۳ کال د اسیا جام سیالیو په لړ کې نن د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله په یوې برخلیک‌ ټاکونکې لوبه کې د سریلانکا کرېکټ ملي لوبډلې سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن سه‌شنبه د وږي ۱۴مه له غرمې وروسته ۲:۰۰ بجې د پاکستان د لاهور په «قذافي کرېکټ لوبغالي» کې وشي.

روزګان کې د امن په نوم د کرېکټ ۴۵ ورځنۍ سیالي پیل شوې

د روزګان د چورې ولسوالي په يوې لرې پرته سیمه کې د «امن» په نوم د کرېکټ ۴۵ ورځنۍ سيالي پیل شوې.

د روزګان د ورزش امر حافظ نصيراحمد قادري وايي چې يادې ۱۲ اووره لوبې د امن په نوم د ورزش امريت له‌خوا د ۲۸ لوبډلو ترمنځ پیل شوي دي.

د اسیا جام سیالۍ؛ پاکستان نن نیپال سره لوبېږي

د پاکستان کرېکټ ملي لوبډله نن د اسیا جام په لومړۍ لوبه کې په خپل کوربه‌توب د نیپال د کرېکټ ملي لوبډلې سره لوبېږي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن چهارشنبه د اګسټ ۳۰مه ۲:۰۰ بجې د پاکستان په «ملتان کرېکټ» لوبغالي کې ترسره شي.

افغانستان نن پاکستان سره دویمه یو ورځنۍ لوبه کوي

د پاکستان پر وړاندې په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې له سترې ماتې وروسته د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله نن پاکستان سره دویمه یو ورځنۍ لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن پنج‌شنبه د وږي دویمه د سریلانکا د «ماهېنډا راجاپاکسا نړیوال لوبغالي» کې د افغانستان پر وخت له غرمې وروسته ۲:۰۰ بجې پیل شي.

لغمان کې د کلبونو ترمنځ پیل شوې سیالۍ پای ته ورسېدې 

په لغمان کې د اتلس ثبت کلبونو «روزنتونونو» ترمنځ د کرېکټ پیل شوې سیالۍ د «عمران سنګر» کلب په بریا پای ته ورسېدې. 

یادې سیالۍ چې یوه میاشت وړاندې د کورني کرېکټ په چوکاټ کې پیل شوې پرون دوشنبه د زمري ۳۰مه یې پایلوبه وشوه.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن له پاکستان سره لوبه کوي

د افغانستان د کرېکت ملي لوبډله نن په سریلانکا کې په خپل کوربه‌توب د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې سره لومړۍ یو ورځنۍ سیالي کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن سه‌شنبه د زمري ۳۱مه د سریلانکا د همبانټوټا په «ماهېنډا راجاپاکسا نړیوال لوبغالي» کې ترسره شي.

افغانستان سبا له پاکستان سره د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیلوي

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله په سریلانکا کې له خپل سیال پاکستان سره د درېوو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ لومړۍ لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه سبا سه‌شنبه د زمري ۳۱مه د سریلانکا د همبنټوټا په «ماهېنډا راجاپاکسا نړیوال لوبغالي» کې ترسره شي.