Asset 1SWN

د اسیا جام؛ سریلانکا نن هند سره لوبېږي

367078

د هند کرېکټ ملي لوبډله نن د اسیا جام د څلور غوره لوبډلو پړاو کې د سریلانکا د کرېکټ ملي لوبډلې سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن سه‌شنبه د سپټمبر ۱۲مه د سریلانکا د کولبمو ښار په «ار پرېماډاسا نړیوال کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هند لوبډله د روان اسیا جام سوپر فوور «څلور غوره لوبډلو» پړاو کې په یوې بریا سره لومړی ځای لري، سریلانکا دویم، پاکستان درېیم او بنګلدېش هم څلورم ځای کې ده.

هند په خپله لومړۍ لوبه کې چې د باران له امله دویمې ورځې ته وغځېده، خپل سیال پاکستان ته ستره ماته ورکړه.

هند او سریلانکا په وروستیو پنځو یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې د یوه بل پر وړاندې مخ شوي چې هند څلور ځله او سریلانکا بیا یو ځل هند ته ماته ورکړې.

سریلانکا په یو ورځینو لوبو کې یوازینۍ لوبډله ده چې ۱۲ پرله‌پسې سیالي یې ګټلې دي. سریلانکا د روان اسیا جام د سوپر فوور پړاو په لومړۍ لوبه کې بنګلدېش ته ماته ورکړې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د اسیا جام سوپر فوور پړاو کې به د لوبېدونکو لوبډلو څخه دوه مخکښې لوبډلې پای‌لوبې ته لاره پیدا کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام