
د مرګ پر پوله سفر؛ ولې افغان ځوانان د ناامنیو سربېره ایران ته سفر کوي؟
د سلاموطندار موندنې ښيي چې ایران کې د روانو بېثباتیو او ناارامیو سربېره، ډېری افغان ځوان دغه هېواد ته روان دي. د معلوماتو له مخې، له دې وړاندې د اسراییلو او ایران ترمنځ د جګړې پرمهال هم دغه هېواد کې یوشمېر افغانان د جاسوسۍ په تور نیول شوي، شکنجه او په زور له یاد هېواد ایستل شوي دي.














