مارشال دوستم ډېر ژر کابل ته راځي او له ولسمشر غني سره ګوري

د افغانستان د اسلامي ملي جنبش ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم ته نږدې څېره عنایت‌الله بابر فرهمند له سلام‌وطندار سره خبرو کې وویل، په پام کې ده چې دوستم د سیاسي رهبرانو ترمنځ د اجماع جوړولو او د ورځ تر بلې ډېرېدونکيو ناامنیو د محارولو په اړه له ولسمشر غني سره د بحث په موخه، کابل ته راشي.
ویل کېږي چې په پام کې ده مارشال دوستم د ولسمشر محمد اشرف غني په رسمي بلنه کابل ته راشي او د طالبانو پر وړاندې د جګړې مسوولیت په غاړه واخلي؛ خو فرهمند په دې اړه د جزیاتو له ورکولو ډډه کوي.

بلخ؛ یوه ټرافیکي پېښې کې ۹ کسان مړه شوي

د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل سلام وطندار سره خبرو کې ویلي، پېښه تېره ورځ د کابل مزار په لویه لاره مزارشریف ښار ته نیږدې شوې چې په کې د دوو ماشومانو او یوې ښځې په ګډون ۹ کسانو ژوند له لاسه ورکړی.

خوست کې موټربم چاودنې ۴ کسان وژلي

د خوست د والي وياند طالب منگل وايي، په خوست کې د افغان ځواکونو پر ځانګړې قطعې موټربم بريد شوی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، برید نن سهار شاوخوا پنځه نیمې بجې شوی او په پيل کې موټر بم د قطعې پر دېوال وهل شوی او ورپسې څو تنو ځان وژنکيو بریدګرو قطعې ته د ننوتلو هڅه کړې چې تر اوسه یې ۴ تنه وژل شوي او ۲ نور لا مقاومت کوي.

سياسي شنونکي: ښايي د سولې خبرې ودرېږي

په داسې حال کې چې له تېرې پنجشنبې راهيسې په قطر کې د سولې د مرکچي پلاويو د تماس ډلو ترمنځ ناسته نه ده شوې او مرکچي پلاوي د شاوخوا یوې نیمې میاشتې په تېرېدو سره نه دي توانېدلي چې د مذاکراتو د پیل لپاره کړنلاره جوړه کړي؛ نو له ځینو کارپوهانو سره داسې اندېښنې دي چې ښایي روان مذاکرات په ټپه ودرېږي.

ولسي جرګې د واشنګټن او کابل ترمنځ د امنیتي تړون د لغوه کېدو غوښتنه وکړه

ولسي جرګې هېواد کې د ناامنيو د ډېرېدو له کبله غوښتي چې د افغانستان او امريکا ترمنځ امنیتي تړون لغوه شي.

 د يادې جرګې غړيو نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې وویل، سره له دې چې امریکا ژمنه کړې وه چې د امنیتي تړون په لاسلیک سره به په افغانستان کې سوله ټینګه شي؛ خو اوس له څو کلونو وروسته د امریکا او افغانستان ترمنځ امنیتي تړون د هېواد امنیتي وضعیت ښه والي لپاره مرسته نه ده کړې.

د هرات ښاروال له خپلو ۹ همکارانو سره د فساد په تور ونيول شو

د هرات د والي وياند جېلاني فرهاد سلام‌وطندار ته وايي، د کورنیو چارو وزارت د درنو جرمونو پر ضد د مبارزې ادارې کارکوونکيو  د ولایتي چارواکيو په همکارۍ د ياد ولايت ښاروال غلام‌حضرت مشفق له خپلو ۹ کارکوونکيو سره يو ځای د اختلاس او د دولتي عوایدو د حيف او ميل په تور نیولي دي.