
حقاني: له پاکستانه راستانه شویو ته د اسانتیاوو برابرول مو لومړیتوب دی
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیلالرحمن حقاني لوګر ته د خپل سفر پر مهال یوې غونډې ته ویلي چې له پاکستانه راستانه شویو افغانانو ته د اسانتیاوو برابرول د دوی لومړیتوب دی.














