Asset 1SWN

سلام وطندار

د اوسپنې پټلۍ له لارې یوه اوونۍ کې «۸۸۱۲۲» مټریک ټُنه انتقالات شوي

Railway-in-afghanistan-3

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولان وايي چې تېره اوونۍ د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې «۸۸۱۲۲» مټریک ټُنه انتقالات شوې دي.

دغه توکي د روانې مرغومې میاشتې له لومړۍ تر اوومې نورو هېوادونو او له هغه ځایه افغانستان ته رالېږدول شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې «شنبه، مرغومې نهمه» پر اېکس لیکلي چې ډېری دغه توکي د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې لېږد او رالېږدول شوې دي.

دې ادارې لیکلي چې په دې موده کې د حیرتان بندر له لارې د ۶۷۱۱۳ ټُنه سوداګریزو توکو انتقالات شوې دي.

د هرات د تورغونډۍ بندر د اوسپنې پټلۍ پرمټ بیا تېره اوونۍ شاوخوا ۱۷۶۵۲ ټُنه توکي له بهر لېږدول شوي او یا هم له نورو هېوادونو افغانستان ته توکي رالېږدول شوې دي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې په وینا، د اقینې بندر له لارې بیا د تېرې اوونۍ پر مهال ۳۳۵۷ تُنه توکي صادر او یا هم هېواد ته راوارد شوې دي.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې تېره اوونۍ د انتقال شویو توکو له ډلې یې ۴۷۳ تُنه توکي صادرات او ټرانزیټ اړوند دي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې همداراز ټينګار کړی چې د توکو لېږد او رالېږد لپاره به مناسب شرایط او سوداګرو ته به غوره اسانتیاوې رامنځته کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس وڅارئ

له دې وړاندې هم د افغانستان ګاونډیو هېوادونو له دې هېوادونو افغانستان ته د اوسپنې پټلۍ له لارې بېلابېل سوداګریز توکي لېږد او یا هم رالېږدول شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام