Asset 1SWN

سلام وطندار

غور کې سږکال د چهارمغزو حاصلات ۲۰سلنه زیات شوي

چهارمغز

۳۵ کلن عبدالغفور چې د غور له مرغاب ولسوالي څخه یې د دغه ولایت مرکز فیروزکوه ښار ته څه باندې لس زره چهارمغز د پلور لپاره راوړي، وايي چې سږ کال یې له خپلو باغونو ډېر حاصل ترلاسه کړی، خو د نباتي افتونو له امله یې محصولات ښه کیفیت نه‌لري او مناسب یې هم سوړ دی.

نوموړی غور کې د کرنې ریاست او غیردولتي موسسو له مسوولانو غواړي چې د باغونو ودې او  افتونو کنټرول ترڅنګ دې د دوی محصولاتو ته بازارموندنه هم وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه وویل: «د ا.ا له حکومت مو غوښتنه دا ده چې موږ له خپلو باغونو ښه حاصلات ټولوو، خو له بده‌مرغه هېڅ‌ځای نشته چې موږ یې خرڅ کړو . هیله لرو چې یو ښه بازار راته جوړ کړي او له هېواده بهر هم واستول شي.»

بل‌خوا د غور اوسېدونکي چهارمغز د باغ‌لرونکو لپاره ښه عاید بولي او له دولت غواړي چې په کور دننه او بهر د چهارمغزو پلور او ودې لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

د فیروزکوه ښار اوسېدونکی عبدالظاهر: «په غور کې د چهارمغزو حاصلات ډېر شوي او باید داسې بازار ورته جوړ شي چې لږ تر لږه هغه محصولات چې له خپلو باغونو څخه په ډېر زیار ترلاسه کوي، تولید کړي او بې له شکه د دې صادرات به زموږ د هېواد له اقتصاد سره مرسته وکړي.»

د غور د کرنې او مالدارۍ  رییس غلام‌محمد کاظم شهامت هم د نباتي ناروغیو او افتونو د خپرېدو څخه اندېښنه ښيي، خو وايي چې د شته ستونزو سره سږ کال د چهارمغزو په حاصلاتو کې ۲۰سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د دوی په وینا، لا هم هڅه کوي چې له اړوند بنسټونو سره په همغږۍ په دغه ولایت کې د چهارمغز نور باغونه جوړ کړي او د نباتاتو د ناروغیو او آفتونو  مخنیوي ترڅنګ به د خرڅلاو لپاره هم زمینه برابره کړي.

نوموړي وویل: «الحمدالله سږکال د چهارمغزو حاصلات د تېر کال په پرتله زیات دي، د کرنې ادارې د شمېرو او سروې له مخې، د تېرو کلونو په پرتله ۲۰سلنه زیات شوي، خو د کیفیت له اړخه له بده‌مرغه که ووایم لږ ښکته دي، ځکه افتونه او سړې هوا له امله یې کیفیت خراب شوی، خو د کمیت له پلوه ۲۰سلنه لوړ شوې دي.»

د غور د کرنې او مالدارۍ ریاست مسولینو په خبره، ددې ولایت په اکثره ولسوالیو کې په ځانګړې ډول مرغاب، چهارسده او الفاروق کې يې ښه حاصل ورکړی.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

یاد ولایت کې بڼوال وايي، زر چهارمغزه ددې ولایت په بازارونو کې له ۲ زره تر ۵ زره افغانیو پلورل کیږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام