
د لغمان مسوولان: د کوکنارو کښت ته اجازه نشته؛ کروندګر: ځکه مو کرلي چې ګټه کوي
که څه هم واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته، ټول هېواد کې د نشهيي توکو پر کښت، پېر او پلور بندیز ولګول شو، خو بیا هم یوشمېر سیمو کې په سلګونه جریبه ځمکه کوکنار کرل شوي دي. د کروندګرو په وینا، دا چې نور کاروبار نهلري او که له کوکنارو پرته بل کښت وکړي، ان خپل کړی لګښت هم نهشي پوره کولی.














