میدان‌وردګ کې د اورښتونو له امله زیانمنې کورنۍ د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي

د میدان‌وردګ مرکز میدان‌ښار او یوشمېر لروپرتو ولسوالیو اوسېدونکي له حکومت او نړیوالو بنسټونو د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.

د سیداباد ولسوالي یوه اوسېدونکي اخترمحمد سلام‌وطندار ته وویل، د وروستیو اورښتونو سېلابونو له امله دغه ولسوالي کې سلګونه کورنۍ بېړنو مرستو ته اړتیا لري او له حکومت او نړیوالو بنسټونو د بېړنو مرستو غوښتنه کوي.

تېرکال افغانستان ته څه باندې ۱۷زره بهرنیو وګړو سفر کړی

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې نن چهارشنبه، د غويي ۱۲مه د تېر ۱۴۰۲ کال په اوږدو کې افغانستان ته د راغلو بهرنیو وګړو شمېر په ډاګه کړ.

د دغه رياست د معلوماتو له مخې، د تېرکال پرمهال د هېواد د سرحدي پولو او هوايي میدانونو له لارې ٢٧زره او ٩١٤ بهرني وګړي افغانستان ته راغلي او تللي دي.

ا.ا سره د تعامل لپاره د امریکا هڅې؛ حمدالله فطرت: تعامل ته اماده یوو

دوحه کې د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرن ډېکر یوې مرکه کې ټینګار کړی چې که څه هم امریکا د سرپرست حکومت په رسمیت نه‌پیژندنې تګ‌لاره څاري، خو په وینا یې، هېواد یې لا هم له سرپرست حکومت سره د تعامل هڅه کوي.

لوګر کې د «کبانو روزنې» دوه فارمونه جوړ شول

د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې د مرکز پل‌علم ښار اړوند په «کنجک» سیمه کې د کبانو روزنې دوه مرکزونه «فارمونه» پرانېستل شول.

د دغه ولایت کرنې او مالدارۍ ریاست رییس سیدامین هاشمي د یادو مرکزونو پرانېست‌غونډې ته وویل، د کبانو روزنې دغه مرکزونه د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري د ۶زره کبانو روزنې په ظرفیت جوړ شوي دي.

پروان کې کروندګر: اضافي بوټو مو کښتونو ته زیان اړولی

په نړۍ کې د انسانانو د نفوس زیاتوالي د خوړو اړتیا هم زیاته کړې چې ورسره حکومتونه اړ دي، د خوړو سرچینو زیاتولي ته لازمه پاملرنه وکړي.

افغانستان هم له هغو هېوادونو دی چې د وګړو شمېر یې مخ پر زیاتیدو دی او هم‌مهاله د خوړو برابرولو لپاره د شته سرچینو ښه مدیریت او زیاتیدو ته اړتیا پېښېږي.

پنجشېر کې ۶۹۳ قیراط «زمرد» په څه باندې ۲۰۰زره  ډالرو وپلورل شول

د پنجشېر د کانونو او پټرولیم رییس محمدقاسم امیري وايي چې دغه ولایت کې د زمردو د پلور په ۱۷م پړاو کې ۶۹۳ قیراط زمرد په ۲۰۴زره او ۹۰۰ ډالره پر ملي سوداګرو پلورل شوې دي.

د نوموړي په وینا، د زمردو د پلور دې بولۍ کې څه باندې ۱۰۰ ملي او دوو «پاکستاني او هندي» سوداګرو هم ګډون کړی وو.

لوګر کې د اورښتونو له امله ۹۰هستوګنیز کورونه نړېدلي

د لوګر محلي چاراکي وايي چې د وروستیو اورښتونو له امله د دغه ولایت په ازرې ولسوالي کې لسګونه د هستوګنې کورونه نړېدلي او سلګونه جریبه کرنیز فصلونه هم له‌منځه تللي دي.

د لوګر د والي ویاند صدیق‌احمد صدیقي سلام‌وطندار ته وویل، د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله په ازرې ولسوالي کې د هستوګنې ۹۰ کورونه نړېدلي او ۱۸۰۰جریبه کرنیز فصلونه او بڼونه له‌منځه تللي دي.

ننګرهار کې اورښتونه؛ پنځه کسان مړه شوي او ۱۶زره جریبه ځمکه له‌منځه تللې

ننګرهار کې د تېرو څو ورځو سختو بارانونو او له امله یې راوتلو  سېلابونو خلکو ته درانه ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مطبوعاتو مسوول اجمل سبحاني وایي، دغه ولایت کې د بارانونو او سېلابونو له امله ۱۶۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه چې په‌کې د غنمو، سبزیجانو او هندواڼو فصلونه شاملېږي، له‌منځه تللې دي.

پکتیا کې «څارویو ته د لېونتوب اوانترکس» ناروغيو د واکسین تطبيق پیل شو

د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي، دغه ولایت کې یې د زرګونه څارویو ته د لونتوب او انټرکس ناروغۍ مخنیوي په پار د واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل کړی دی.

د یا ریاست د معلوماتو له مخې، د واکسینونو دغه کمپاین د افغانستان لپاره «د هالنډ کېټې» په مالي مرسته د دې ولایت په مرکز او يوشمېر ولسوالیو کې پیل شوی دی.

د لوګر مخابراتو ریاست: شبکې دې د سېم‌کارتونو ثبت لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي

د  لوګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست چارواکو په مرکز پل‌علم کې یوې غونډې ته وویل، ټولې مخابراتې شبکې اړې دي چې د سېم‌کارتونو ثبت لپاره پېرودونکو ته اسانتیاوې برابرې کړي. دوه ورځې وړاندې د اترا ملي ادارې له مخابراتي شبکو غوښتي دي، چې په راتلونکو ۶ میاشتو کې د پېرودونکو ناثبت سیمکارتونه ثبت کړي.

بلخ کې د تازه ګلانو پلورونکي: د ګلانو پېرلو ته د خلکو لېوالتیا کمه شوې

بلخ کې د تازه ګلانو یوشمېر پلورونکي وایي چې پخوا به دغه ولایت کې دولتي ادارو او خلکو له دوی ګلان پېرل، خو اوس یې کاروبار مزه نه‌لري.

د تازه ګلانو دغه پلورونکي وايي، د بې‌وزلي او وزګارتیا له امله د تازه ګلانو پېرلو ته د خلکو لېوالتیا کمه شوې. دوی زیاتوي چې سږکال یاد ولایت کې د ګلانو پلور بازار سوړ شوی او تازه ګلان یې له وچېدو سره مخ دي.

د افغانستان بانک سبا «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک مسوولان وايي چې سبا «سه‌‌شنبه، غویي۱۱مه» به «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک نن (دو‌‌شنبه، د غوي لسمه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا سه‌شنبه «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

د ګردېز- ډنډپټان ولسوالي لویه لاره د غرښوویېدنې له امله تړل شوې

د پکتيا د ټولګټو چارو رياست مسولان وايي، د مرکز ګردېز – ډنډ پټان ولسوالي ترمنځ  لویه لاره نن سهار دوشنبه، غويي لسمه د غرښوویېدنې له امله تړل شوې.

د  ټولګټو چارو رياست څخه په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې ياده لویه لاره نن سهار د احمدخېلو ولسوالي په اړوند سیمه کي د غرښوویېدنې له امله د ټرافیکو پرمخ تړل شوې.

د سلام‌وطندار د سروې پایلې؛ وروستیو درېوو کلونو کې ډېری افغانان کډوال شوي

د سروې پایلې ښيي چې د ۳۱۲ کورنیو له ډلې یې، د ۲۳۸ کورنیو غړیو کډوالي کړې او ۷۷سلنه کورنیو چې د کورنۍ غړي یې کډوالې کړې، ویلي، د کورنۍ ډېری غړي یې د وروستیو درېوو کلونو او افغانستان کې له سیاسي تحولاتونو وروسته کډوال شوې دي.

د سېلابونو خبرداری؛ پېښو ته د رسېدو وزارت: درېوو ورځو کې اته کسان مړه شوي

د اوبو او برښنا وزارت مسوولان د هېواد د سیندیزو حوزو په یوشمېر سیمو کې د اورښتونو، د سېلابونو راوتلو او د اوبو کچې د لوړېدو په تړاو خبرداری ورکوي

د یاد وزارت مسوولان وايي، د روانې اوونۍ د سه‌شنبې تر ورځې د باران او واورې د اورښت له امله د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو سیمو کې د اوبو کچې د لوړېدو او سېلابونو راوتلو احتمال ډېر دی.

په کورنیو کې د ځوانانو د کډوالۍ کچې ارزول او د هغې ناوړه پایلې

سلام‌وطندار په کورنیو کې د ځوانانو د کډوالۍ شمېر روښانولو لپاره په کابل کې ۳۱۲ کورنۍ د نمونې په توګه په نښه او پوښتنې یې پرې وېشلې دي. هغو کسانو چې ځوابونه ورکړي، بېلابېل عمرونه لري چې ۳۶،۵ سلنه یې د ۱۸ تر ۲۴ کلونو، ۳۶،۹ سلنه یې د ۲۵ تر ۳۰ کلونو، ۱۶،۳ سلنه یې له ۳۱ تر ۴۰ کلونو او ۱۰،۳ سلنه یې هم له ۴۰ کلونو پورته عمر درلود.