کابل کې د شهیدانو او معلولانو وزارت ۱۴ورځنی سیمنار پای‌ته ورسېد

د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت د مالي او اداري برخو رییسانو لپاره د ښوونې او ظرفیت لوړولو ۱۴ ورځنی سیمینار نن «یکشنبه، کب ۱۳مه» پای‌ته ورسېد. هغه وویل: «د مرکز او ولایتونو څخه، مالي او اداري مدیرانو ته ۱۴ورځنی سیمنار جوړ شوی و چې پای ته ورسېد، ټول ۱۷۰ کسان وو، د مرکز په ګډون.»

د اقتصادي اړیکو پراختیا؛ د یوې اوونۍ پرمهال دویم افغان پلاوی ترکمنستان ته تللی

د افغانستان د سرپرست حکومت د تېرې یوې اوونۍ پر مهال د دویم ځل لپاره ترکمنستان ته دویم اقتصادي پلاوی استولی دی.

په دغه پلاوي کې چې مشري یې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي کوي، د دولتي ادارو او خصوصي سکتور چارواکي هم شامل دي.

د بغلان ولایتي روغتون کې د بسترونو له کمښت د ناروغ‌لرونکو شکایت

د بغلان ولایتي روغتون یوشمېر ناروغان لرونکي وايي چې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري او د بسترونو کمښت، امکاناتو نشتون او نورو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د یاد ولایت یو اوسېدونکی غلام‌رسول‎ وايي، که څه هم زوی یې ناروغ دی، خو روغتون کې د بستر نشتون له امله یې نه‌بستروي.

د افغانستان بانک سبا ۱۶میلیونه ډالر بازار ته وړاندې کوي

د افغانستان بانک مسوولان وايي چې سبا «یکشنبه، کب ۱۳مه» به «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک (شنبه، د کب ۱۲مه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا یک‌شنبه «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

افغان ملي بانک خلکو ته د اسانتیا برابرولو لپاره د ټرافیکو ریاست کې څانګه پرانېزي

د ټرافیکوعمومي ریاست او افغان ملي بانک نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د موټرچلوونکو د تادیاتو پروسې د اسانولو په موخه هوکړه‌لیک لاسلیک کړ. د دغه هوکړه‌لیک پر بنسټ به د ټرافیکو ریاست کې د افغان ملي بانک يوه څانګه پرانېستل کېږي.

د محمدوف او متقي لیدنه؛ «ترکمنستان له افغانستان سره په سوداګرۍ کې اسانتیاوې برابروي»

د ترکمنستان ملي مشر قربانقلي بردي محمدوف ویلي چې هېواد به یې له افغانستان سره په سوداګرۍ کې اسانتیاوې برابرې او د اوسپنې پټلۍ د پراختیا لپاره هڅې وکړي. نوموړي دا څرګندونې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره په لیدنه کې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغان ښځو د اقتصادي پیاوړتیا په اړه غونډه جوړه کړه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون (د فبروري اووه‌ویشتمه، د سه‌شنبې ورځ) د افغان ښځو د اقتصادي پیاوړتیا په اړه غونډه جوړه کړه. دا غونډه د «د افغان ښځو د اقتصادي مقاومت لپاره اېتلاف» په نوم جوړه شوې وه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ویلي چې یاده غونډه د افغان نجونو او ښځو لپاره د کارموندنې، بوختیا او زده‌کړو لپاره د نوي مشارکت په اړه جوړه شوې ده.

د افغانستان بانک سبا «۱۷» میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک وايي چې د سبا پنج‌شنبه «کب، لسمه» به «۱۷» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک نن (چهارشنبه، د کب نهمه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا پنج‌شنبه «۱۷» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

د افغانستان په تړاو د م.م دویمه غونډه له څرګندې پرېکړې پرته پای‌ته ورسېده

د ملګروملتونو امنیت شورا یوځل بیا د افغانستان په اړه، په یوې غونډې کې، د هېواد پر وضعیت بحث او خبرې کړي دي.

د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک یوه خبري کنفرانس ته ویلي، د امنیت شورا غونډې ته دوحه کې د ملګروملتونو د وروستۍ غونډې په اړه راپور وړاندې شو.

له پکتیا د اتو میاشتو پرمهال بهر ته د ۷۱میلیونه ډالرو په ارزښت توکي صادر شوي

د پکتیا محلي مسوولان وایي چې د تېرو اتو میاشتو پر مهال له دغه ولایت څخه له هېواده بهر د ۷۱ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي صادر شوي دي.

د پکتیا د صنعت او سوداګرۍ رییس محمدعظیم عظیمي وايي، په صادراتو کې یې په لومړي ځل کاغذ د منځنۍ اسیا هېوادونو او جلغوزي ایټالیا ته صادر کړي دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت: ډېر ژر به افغانستان کې د «ټاپي پروژې» چارې پیل شي

د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولان وايي چې نږدې راتلونکې کې به د ترکمنستان په همکاري هېواد کې د ټاپي پروژې عملي چارې پیل کړي.

د یاد وزارت مسوولان دغه څرګندونې وروسته له هغه کوي چې د امیرخان متقي په مشري یو پلاوی چې د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي هم په‌کې ګډون لري، د ترکمنستان په بلنه دغه هېواد ته تللي دي.

د کورنيوچارو وزارت سرپرست: له دين د دفاع لاره کې هر ډول قرباني ته اماده يوو

د کورنیوچارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني وايي، له خپل دین څخه د دفاع په لاره کې هر ډول قرباني ته اماده دی. نوموړي دغه څرګندونې «دوشنبه، کب اوومه» خوست کې د حسن قرائت مراسمو کې د وینا پر مهال کړي. نوموړي وویل، د اسلام دين دفاع لپاره هر ډول قرباني ته چمتو دی او له دین څخه د دفاع لاره کې د هېچا لحاظ هم نه‌ساتي.

کابل کې یوشمېر ښځو د ځان او نورو لپاره کارموندنې ته مخه کړې

افغان ښځې سره له دې چې له سختو محدودیتونو سره مخامخ دي، خو بیا هم نه‌دي ماتې شوي او هڅه کوي چې خپلو موخو ته ځانونه ورسوي. که څه هم افغان ښځې اوس خپلو ډېرو بنسټیزو حقونو ته لاسرسی نه لري، زده‌کړو او کار ته نه پرېښودل کېږي، خو یوشمېر هغو یې په ټولنه کې د خپل فعالیت د دوام په موخه ځان ته بېلابېلې بوختیاوې پیدا کړې دي.

د لغمان مسوولان: د کوکنارو کښت ته اجازه نشته؛ کروندګر: ځکه مو کرلي چې ګټه کوي

که څه هم واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته، ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو پر کښت، پېر او پلور بندیز ولګول شو، خو بیا هم یوشمېر سیمو کې په سلګونه جریبه ځمکه کوکنار کرل شوي دي. د کروندګرو په وینا، دا چې نور کاروبار نه‌لري او که له کوکنارو پرته بل کښت وکړي، ان خپل کړی لګښت هم نهشي ‌پوره کولی.