
فاریاب کې ښځینه خبریالانې د وزګارتیا له امله پر رواني ناروغیو اخته شوي
فاریاب کې یوشمېر ښځینه خبریالانې وايي چې رسنیو کې د ښځینه خبریالانو پر کار له بندیز وروسته دغه ولایت کې ګڼشمېر ښځینه خبریالانې له تېرو نږدې دوو کلونو راهیسې وزګاره شوي او له ناوړه وضعیت سره مخ دي.













