
میدانوردګ کې د شاتو مچیو ساتنې ته د خلکو لېوالتیا ډېره شوې
میدانوردګ کې د شاتو مچیو یوشمېر پالونکي وايي چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د شاتو مچیو ساتنې او پالنې ته د خلکو لېوالتیا ډېره شوې.

میدانوردګ کې د شاتو مچیو یوشمېر پالونکي وايي چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د شاتو مچیو ساتنې او پالنې ته د خلکو لېوالتیا ډېره شوې.

د هرات-خواف اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد پیل سره هممهاله د یادې اوسپنې پټلۍ د څلورمې برخې د رغېدو چارې له «روزنک» تمځای څخه پرون سهشنبه د چنګاښ ۲۰مه پیل شوې.
د سرپرست حکومت مسوولان وايي چې د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ څلورمه برخه به د دغه ولایت صنعتي پارک پورې وغځول شي.

د زابل محلي مسوولان وايي چې د سرپرست حکومت د مشرتابه د پرېکړې له مخې یې دغه ولایت کې د بهرنیو اسعارو په ځانګړې توګه د کلدارې پر کارونې بندیز لګولی دی.
په سوېل زون کې زابل د هغو ولایتونو له ډلې دی چې اوسېدونکي یې له کلونو راهیسې په سوداګریزه راکړه ورکړه او پېر او پلور کې بهرني اسعار په ځانګړې توګه کلداره کاروي.

د ازموينو ملي ادارې مسوولان وايي، د سږکال کانکور ازموينه به د يوې مياشتې په موده کې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د ۱۰۰زرو داوطلبانو په ګډون پنځو پړاوونو کې واخيستل شي دوی وویل، د کابل کانکور ازموینه به هم څلورم پړاو کې واخیستل شي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني د دغه هېواد له یوې ټلوېزیوني شبکې سره مرکه کې ویلي چې امریکا د ملګرو ملتونو اړوند امنیت شورا د پرېکړهلیک پر بنسټ افغانستان کې د ترهګرو ډلو لهمنځه وړو په موخه د پاکستان له هوايي حریم څخه استفاده کولای شي.

د فراه د مرکز زرنج ښار اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو له کمښت د شکایت ترڅنګ وايي چې هر کال د دوبي په موسم کې د څښاک اوبو له کمښت سره مخ کېږي.
دوی سلاموطندار ته وايي چې د زرنج ښار ځینو سیمو کې د وچکالۍ له امله تر ځمکې لاندې د اوبو کچه هم ټيټه شوې چې دوی یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

سرپرست حکومت سویډن کې د «قران کریم» سوځولو په غبرګون کې افغانستان کې د دغه هېواد ټول فعالیتونه ځنډولي دي. د سرپرست حکومت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د نړۍ له نورو مسلمانو هېوادونو هم غوښتنه شوې چې له سویډن سره پر خپلو اړیکو او تعامل بیا کتنه وکړي.

د اوزبکستان د ټاکنو مرکزي کمېسیون اعلان کړی چې شوکت میرامانوییچ میرضیایوف چې د لېبرال ډیموکراټیک ګوند په استازولۍ نوماند شوی و، د دغه هېواد ولسمشريزې ټاکنې ګټلې دي.
د دغه کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ، میرضیایوف د ۸۷،۵ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره د اوو کلونو لپاره د اوزبکستان د ولسمشر په توګه ټاکل شوی دی.

د تېرو دوو اوونیو پر مهال د پکتیا مرکز ګردېز په ګډون لجهمنګل او روحاني بابا ولسوالیو کې د سېلابونو له امله خلکو ته ګڼ مالي زیانونه اوښتي دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت نن «یکشنبه-چنګاښ ۱۸مه» کابل کې له نشهيي توکو بېرته روغو شویو کسانو لپاره د امید په نوم د حرفوي زدهکړو یو مرکز ګټې اخیستنې ته وسپاره.

د کابل ښاروالي مسوولان وايي چې د غږیزې ککړې مخنیوي لپاره یې پلازمېنه کابل ښار کې د لاوډسپیکرونو پر استفادې بندیز لګولی دی.
کابل ښاروالي پرون یکشنبه د چنګاښ ۱۷مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې کابل ښار کې دې ایسکریم، ترکاري او د لاسي توکو پلورونکي باید له دې وروسته د توکو پلور لپاره له لاوډسپیکرونو استفاده ونه کړي

د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولان وايي چې د سرپل ولایت په قشقري او انګوت نفتي څاګانو څخه یې د تېلو د استخراج چارې پیل کړي دي.
د دغه وزارت ویاند همایون افغان سلاموطندار ته ویلي، ټاکل شوې چې له دې وروسته د چینايي شرکت له لوري د قشقري له شپږو او انګوت له درېوو څاګانو څخه د نفتو د استخراج بهیر پیل شي.

د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولان وایي چې د ملګروملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق «UNICEF» له لوري په خروار ولسوالي کې د څښاک پاکو اوبو رسولو یوه شبکه جوړېږي.

د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولان وايي چې پرون شنبه د چنګاښ ۱۷مه د سرپل د قشقري نفتو څاهګانو څخه د نفتو د استخراج بهیر پیل شو.
د یاد وزارت سرپرست شهابالدین دلاور دغه ولایت ته د سفر پر مهال ویلي چې قشقري د هېواد مهمه اقتصادي سرچینه ده او په وینا یې، د قشقري د نفتو د عاید یوه برخه به د سرپل ولایت پر بیارغونه او پراختیا ولګول شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان سلاموطندار ته وايي چې د «جنس په جنس» سوداګرۍ پر طرحې کار روان دی او تر راتلونکې یوې میاشت به بشپړه شي.
د یاد وزارت ویاند جواد اخندزاده وايي چې د دغه وزارت مسلکي ټیمونه د بارټر «جنس په جنس» سوداګرۍ طرحې باندې کار کوي او تر راتلونکې میاشت به یې کار بشپړ شي.

فاریاب کې د لاسي صنایعو یوشمېر تولېدونکې مېرمنې وايي چې د ملاتړ نهشتون له امله یې د توکو د پلور بازار پیکه شوی دی.
د لاسي صنایعو یوه تولیدونکې زینب وايي چې د دوی د لاسي صنایعو څخه نه ملاتړ لامل شوی چې د پلور بازار یې کمه رنګه شي.
هغه له حکومت او ملي سوداګرو غواړي چې د کورنیو تولیداتو برخه کې له تولیدونکو ملاتړ وکړي.