
اقتصادي ستونزې؛ سمنګان کې ځینو زرګرانو خپل کسب پرېښی
سمنګان کې یوشمېر زرګران وايي چې دغه ولایت کې د «سروزرو» پېر او پلور د پام وړ کمرنګه شوی چې له کبله ځینو زرګرانو خپل پلارنی کسب پرېښی دی.

سمنګان کې یوشمېر زرګران وايي چې دغه ولایت کې د «سروزرو» پېر او پلور د پام وړ کمرنګه شوی چې له کبله ځینو زرګرانو خپل پلارنی کسب پرېښی دی.

سلاموطندار په هېواد کې د ۵۵ تصویري، غږیزو، چاپي او خبري اژانسو له مسوولانو سره د مرکو په ترڅ کې موندلې چې د سرپرست حکومت په واکمنېدو سره ۷۸سلنه دې رسنیو کې د ښځو حضور ۶۶سلنه کم شوی دی.

د سالنګونو لویې لارې د ساتنې او څارنې ریاست مسوولان وايي چې د یادې لویې لارې د بیارغونې چارو پیلېدو له کبله به راتلونکې شنبه یاده لاره د هر ډول موټرو د تګراتګ پر مخ وتړل شي.

د افغانستان سرپرست حکومت د پاکستان د لومړي وزیر څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې دغه هېواد دې خپلې کورنۍ مسلې افغانستان پورې نهتړي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مسوولان وايي چې د تېر یوه کال پرمهال یې هېواد کې څه باندې دوه نیم میلیونه پېژندپاڼې وېشلې دي.

جوزجان کې یوشمېر رضاکاره ځوانانو د دغه ولایت په عامه پروژو کې د روڼتیا او کیفیت لوړېدو په موخه له حکومتي ادارو د څارنې بهیر پیل کړی دی.

د بلخ مرکز مزارشریف ښار اړوند سیمه کې سلګونه بېځایه شوې کورنۍ چې د دوبي روانې ګرمۍ کې تر خېمو لاندې ژوند کوي، وايي، حکومت او مرستندویه بنسټونو تراوسه ورسره هېڅراز مرسته نه ده کړې.

د سمنګان یوشمېر باغلرونکي وايي چې د تېر ژمي سړې هوا، نباتي افتونو او باغونو ته د نه پاملرنې له کبله د مېوو په حاصلاتو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

کندهار کې د انارو یوشمېر بڼوال وايي چې سږکال یې د انارو د باغونو حاصلات د نباتي ناروغیو او وچکالۍ له امله زیانمن شوي دي.
دوی زیاتوي چې سږکال یې د اټکل له مخې د انارو حاصلات د تمې خلاف دي او په وینا یې، سختې وچکالۍ او د اوبو نه رسېدو له امله د انارو ډېری برخه په ونو کې چاودلې دي.

ماشوم ته د مور د شیدو ورکړې نړیوالې اوونۍ پیل سره هممهاله د عامې روغتیا وزارت د تغذیې ریاست مسوولان وايي چې تېر یوه کال کې یې یو میلیون مېندو باندې د تقویې خواړه وېشلې دي.

د ملي پراختیا شرکت مسوولانو نن سهشنبه د زمري لسمه ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې د خپل کلني راپور وړاندې کولو پر مهال وویل چې یادو پروژو کې جوماتونه، د قاتحې سالونونه، لوبغالي، د پوهنتونونو لپاره لیلیې او پر کورونا د اخته ناروغانو لپاره د روغتونونو رغول شامل دي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د روان میلادي کال په روانه اګسټ میاشت کې د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې سره په سریلانکا درې یو ورځنۍ لوبه کوي.

د بلخ د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې د روغتیا نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د دغه ریاست اړوند د «بلخ امبولانس» څانګه د غوره خدماتونو وړاندې کولو په موخه خپل فعالیتونه پیل کړي دي.

د خوست امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یو دوه کلن ماشوم له تښتونې وروسته وژل شوی دی.
د خوست د امنیې قومنداني ویاند مستغفر ګربز وایي چې د محمد په نوم دغه ماشوم څو ورځې وړاندې تښتول شوی و چې جسد یې پیدا شوی دی.

د لوګر د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولان وایي چې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له لوري په مرکز پلعلم او یوشمېر ولسوالیو کې ۴ د بیارغونې پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان وايي چې د تېر یوه کال پر مهال یې په ۲۰ ولایتونو کې د هغو سیمو په اړه سروې بشپړې کړې چې د سېلابونو او نورو طبیعي پېښو له امله زیانمنونکې دي.