له افغانانو سره د مرستو کموالي په اړه د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان د برخې مسوولانو سلام‌وطندار ته ویلي چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې له اړمنو افغان کورنیو سره د مرستې لپاره ۱۱۱ میلیونه ډالره بیړنۍ بودیجې ته اړتیا لري. دوی خبرداری ورکوي، که دا پیسې یې په واک کې ور نه‌کړل شي، په افغانستان کې به یې له اړمنو سره مرستې را کمې شي.

د سرپل اوسېدونکي: حکومت دې د کانونو له عوایدو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي

د سرپل یو‌شمېر اوسېدونکي وايي چې د دغه ولایت اوسېدونکو ته دې کاري فرصتونه رامنځته او بهر ته د ځوانانو د تلو مخه دې ونیول شي.

دوی سلام‌وطندار ته وویل، که څه هم دغه ولایت کې په سلګونه ټُنه نفت او د ډبرو سکاره تولیدېږي، خو په وینا یې، عواید یې د دې ولایت پراختیايي پروژو کې نه لګول کېږي او ځوانان یې وزګاره دي.

لغمان کې د شري ناروغي ډېروالي خلک اندېښمن کړي

د لغمان اوسېدونکي وايي چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې پر شري ناورغي د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی دی.

دوی پر یادې ناروغۍ د خپلو ماشومانو د اخته‌کېدو لامل د ناروغیو په اړه عامه پوهاوي او روغتیايي خدمتونو ته په سمه توګه نه لاسرسی بولي.

اقتصاد وزارت: نړیوالو بندیزونو د خلکو د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي مخه نیولې

له تېرو دوو کلونو راهیسې د افغانستان د سیاسي انزوا ترڅنګ د سیاسي-حقوقي جوړښتونو له‌منځه تلل او اقتصادي پاشلتیا د خلک پر ژوند اغېز کړی دی.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې تازه په یوه راپور کې ویلي چې د افغانستان پر وړاندې د نړیوالې ټولنې بندیزونه لامل شوي چې د دغه هېواد د وګړو اقتصادي وضعیت لاپسې ننګونکی کړي.

د سلام‌وطندار سروې؛ له هرو څلورو ښځو درې یې تاوتریخوالي سره مخ دي

 د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې د سلام‌وطندار د یوې سروې پایلې ښيي چې ۷۷سلنه ښځې د تاوتریخوالي له بېلابېلو ډولونو سره مخ شوي دي. په دغه سروې کې ۳۲۶ ښځو ګډون کړی چې پر بنسټ یې، له هرو څلورو ښځو، درې یې له تاوتریخوالي سره مخ دي.

دایکندي کې دوه کسان د لامبو وهلو پرمهال اوبو ډوب کړي او مړه شوي

د دایکندي امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت پ شهرستان ولسوالي کې دوه کسان د لامبو وهلو پرمهال اوبو ډوب کړي او مړه شوي دي.

پېښه پرون جمعه د وږي درېیمه د شهرستان ولسوالي اړوند د «موش شده» کلي کې رامنځته شوې ده. دغو ځوانانو په «لزیر» سیند کې د لامبو وهلو پر مهال اوبو ډوب کړي او مړه شوي دي.