
د سلاموطندار موندنې؛ د ښځو د ځانوژنې او وژنې پېښې زیاتې شوي
د تېرو درېوو کلونو پر مهال هېواد کې د ښځو د ۱۷۳وژنو او ځانوژنو پېښو په اړه د سلاموطندار موندنې ښيي چې د ځانوژنې او وژنو دغه ډول پېښې په کمسارې توګه زیاتې شوې دي.

د تېرو درېوو کلونو پر مهال هېواد کې د ښځو د ۱۷۳وژنو او ځانوژنو پېښو په اړه د سلاموطندار موندنې ښيي چې د ځانوژنې او وژنو دغه ډول پېښې په کمسارې توګه زیاتې شوې دي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي چې د پاکستان سیاسیون دې د افغانستان په اړه د وینا پر مهال د خپلې ژبې عفت مراعت کړي.
عباس ستانکزي دغه څرګندونې نن پنجشنبه کابل کې د پولیسو اکاډمۍ څخه د یوشمېر محصلانو د فراغت په اړه جوړې شوې غونډه کې کړې دي.

د ریاستالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي چې افغانان دې هېواد کې پر روان وضعیت شکر وباسي.
نوموړي نن پنجشنبه د تلې ۱۳مه کابل کې د پولیسو اکاډمۍ څخه د محصلانو د څوارلسمې دورې په فراغتغونډه کې د وینا پر مهال وویل چې هېواد کې امنیت ټينګ دی او خلک دې شکر وباسي.

د دفاع وزارت سرپرست محمدیعقوب مجاهد وايي چې نړیوال دې پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې د روان ظلم مخه ونیسي.
نوموړي دغه څرګندونې نن پنجشنبه د تلې ۱۳مه کابل کې د پولیسو اکاډمۍ څخه د څوارلسمې دورې په فراغتغونډه کې وکړې.

د پنجشېر یوشمېر څارويلرونکي وايي چې په دې وروستیو کې د دغه ولایت د څارویو ترمنځ د انتراکس یا «تور ټپ» په نوم ناروغي خپره شوې چې دوی یې اندېښمن کړې دي.

هالنډ کې د افغانستان سفارت په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه هېواد کې د افغانانو ستونزو هوارولو او د قونسلي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د بهرنیو چارو وزارت سره تعامل کوي.

ننګرهار کې کروندګر وايي چې سږ کال یې پر خپلو ځمکو هم مُمپلي کرلي او تمه لري چې ډېر حاصل به ترې ترلاسه کړي.
دغو کروندګرو سلاموطندار ته وویل چې سږکال د یاد ولایت یوولس ولسوالیو کې پر ۲۱۱ هکټاره کرنیزه ځمکه مُمپلي کرل شوي چې د پام وړ حاصل ترلاسه کولو لپاره یې کروندګر هیلهمند دي.

د پکتیکا محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې د ۱۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د لسګونه پراختیايي پروژو چارې پیل شوې دي.

د هلمند محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو او لویو لارو کې یې د سوداګرو او خیریه بنسټونو په مرسته ۱۳ جوماتونه جوړ او ګټېاخیستنې ته سپارلې دي.

د کورنیو چارو وزارت د ټرافیکو عمومي ریاست مسوولان وايي چې تر راتلونکو لسو ورځو به کابل ښار کې د ټکسي موټرو د رنګولو لړۍ پیل کړي.
دغه ریاست د ټکسي موټرو د رنګولو اړوند قراردادي شرکت څخه غوښتنه کړې چې د کابل په څلورو خواوو کې د ټکسي موټرو د رنګولو لپاره ورکشاپونه جوړ کړي.

د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وایي، د پوهنې وزارت له لوري د دغه ولایت په برهکي برک ولسوالي کې ۴ رغنیزې پروژې عملي کېږي.

د پنجشېر محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د پنجشېر په «رُخه» ولسوالي کې د څارویو ترمنځ د انټراکس یا «تور زخم» په نوم تازه ناروغي خپره شوې ده.

د بهرنیو چار وزارت سرپرست امیرخان متقي د چین په بلنه د یوه پلاوي په مشري د «ټرانس همالیا» درېیمې ناسته کې د ګډون په موخه یاد هېواد ته روان شوی دی.
ټاکل شوې چې د «ټرانس همالیا فورم» درېیمه ناسته د روانې اکتوبر میاشتې په څلورمه او پنځمه د چین په شيژانګ ایالت کې جوړه شي.

د ټولګټو چارو وزارت مسوولان وايي چې د کابل-جلالاباد لویه لاره چې نږدې دوه اوونۍ وړاندې د غر ښوویېدنې له کبله تړل شوې وه، بېګاه شپه ۷ بجې بېرته پرانېستل شوه.

د افغانستان بانک وايي چې نن سهشنبه د تلې «۱۱» لومړۍ نېټه «۱۴» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.
د افغانستان بانک پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به نن سهشنبه «۱۴» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې تر دې مهاله د زړه پر ناروغي اخته ۲۶زره او ۹۴۶ ناروغانو روغتونونو ته مراجعه کړې چې ډېری یې لاهم بستر دي.