
بلوچستان کې د وسلهوال برید پر مهال ۱۴ پاکستاني پوځیان وژل شوي
د پاکستان پوځ وايي چې د دغه هېواد د بلوچستان ایالت اړوند سیمه کې د پوځ د موټرو پر کاروان د وسلهوال برید له امله ۱۴ پوځیان وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ وايي چې د دغه هېواد د بلوچستان ایالت اړوند سیمه کې د پوځ د موټرو پر کاروان د وسلهوال برید له امله ۱۴ پوځیان وژل شوي دي.

د حماس تر کنټرول لاندې سیمه کې اسراییلي ځواکونو یوه امبولانس په نښه کړی چې له امله یې ۱۵ کسان وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان دي.
برید پرون جمعه د نومبر درېیمه هغه مهال شوی چې دغه امبولانس له سیمې څخه ټپیان لېږدول.

د نیپال په لویدیځ کې د یوې زورورې زلزلې له امله لږ تر لږه ۱۱۹ کسان مړه شوي او څه باندې ۱۰۰ نور کسان ټپیان دي.
زلزله پرون جمعه «نومبر درېیمه» غرمه ۱۱:۴۷ بجو د پلازمېنې کټمنډو لوېدیځ ته ۵۰۰کیلومټره لرې د جاجرکوټ په لوېدیځه لرېپرتې غرنۍ ولسوالي کې شوې چې شاوخوا ۱۹۰،۰۰۰ کسان پهکې ژوند کوي.

د هند په کوربهتوب په روان نړیوال جام کې د نیوزیلنډ کرېکت ملي لوبډله نن د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې سره لوبه کوي.
ټاکل شوې چې دغه لوبه نن ۹:۳۰ بجې د هند د «ام چیناسوامي لوبغالي کې ترسره شي.

فلسطیني چارواکي وايي چې د غزې د کډوالو تر ټولو ستر کمپ جبالیا کې د اسراییلي ځواکونو د هوايي بریدونو پر مهال ۱۹۵ کسان وژل شوي او ۱۲۰ نور لادرکه دي.

د هند په کوربهتوب د روان یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام کې نن کوربه هندۍ لوبډله له سریلانکا سره لوبه کوي.
ټاکل شوې چې یاده سیالي نن پنجشنبه د نومبر دویمه د هند د ممبی په «وانګېډه کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

د هند په کوربهتوب په روان نړیوال جام کې نن نیوزیلنډ د سوېلي افریقا کرېکټ ملي لوبډلې سره لوبه کوي.
ټاکل شوې چې دغه لوبه نن نن د هند په مهاراشټرا کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.

د کاناډا حکومت د دغه هېواد د دولتي ادارو په موبایلونو کې د «ويچټ او کاسپرېسکای» پر کارونې بندیز لګولی دی.
د کاناډا حکومت روانه اوونۍ دغه پرېکړه وروسته له هغې وکړه چې د خصوصي حریم او امنیت په اړه اندېښنې ډېرې شوې.

اپل کمپنۍ هند کې د حکومت یوشمېر مخالفو څېرو ته خبرداری ورکړی چې ښايي ټیلیفونونه یې د حکومت ملاتړو هکرانو لهخوا هک شي.
یاد شرکت نن سهشنبه د اکتوبر ۳۱مه هغو کسانو ته چې ښايي موبایلونه یې هک شي، پیغامونه استولي دي.

د سوریې په شمال لوېدیځ کې د حکومتي او روسیي ځواکونو لهخوا په روانه اکتوبر میاشت کې څه باندې ۶۵ ملکیان وژل شوي دي.
الجزیرې خبري شبکې نن سهشنبه د اکتوبر ۳۱مه راپور ورکړی چې دغه تاوتریخوالی د تېرو درېوو کلونو په پرتله تر ټولو ځپونکی دی.

د هند په کوربهتوب د روان یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام کې د بنګلدېش کرېکټ ملي لوبډله نن د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې سره لوبه کوي.
ټاکل شوې دغه لوبه نن سهشنبه د اکتوبر ۳۱مه د هند د کلکتې په «اېډن ګارډېنز» لوبغالي کې ترسره شي.

د پاکستان د خېبرپښتونخوا ایالت په کورمه کې د فرقوي نښتو له امله ۱۸ کسان وژل شوي او له ۲۰ ډېر کسان ټپیان شوې دي.
دغه نښتې په کورمه کې د یوې اوونۍ راهیسې د سني او شعیهمذهبو ترمنځ روانې دي چې تراوسه یې د نښتو لامل نهدی معلوم.

د مکسیکو چارواکو خبر ورکړی چې د دغه هېواد په یوه تفریحي سیمه کې د ویجاړوونکي توپان د قربانیانو شمېر ۳۹ کسانو ته رسېدلی دی.
رویټرز خبري اژانس نن (د اکټوبر ۲۹مه، د یکشنبې ورځ) خبر ورکړی چې د مکسیکو د اکاپولکو توپان په قربانیانو کې ۲۹ نارینه او ۱۰ ښځې شاملې دي.

د اسراییلو او غزې ترمنځ د روانې نښتې په لړ کې امریکا وايي چې پر اسراییلو د بندیزونو لګولو هوډ نهلري.

د نیوزیلنډ او اسټرالیا د کرېکټ ملي لوبډلې د هند په کوربهتوب په روان نړیوال جام کې نن د یوه بل پر وړاندې لوبه کوي.

د مکسیکو د اکاپولکو تفریحي سیمه کې د «هریکېن اوتېس» په نوم توپان له امله ۲۷ کسان مړه شوې دي.