د اروپايي ټولنې کمېسیون: اېکس دې له خپرېدونکې منځ‌پانګې څارونکي ډېر کړي

د اروپايي ټولنې کمېسیون وايي چې د اېلن ماسک د پیغام رسولو ټولنیز پلټفارم «اېکس» د «ګوګل او ټېک‌ټاک» په پرتله د کاروونکو له منځ‌پانګې کم څارونکي لري.

د دې کمېسیون یوه غړي ویلي، اېکس دا مهال د کاروونکو منځ‌پانګې څخه د څارنې لپاره ۲۲۹۴ څارونکي لري چې د ګوګل او ټېک‌ټاک په پرتله خورا کم دي.

پر غزې د اسراییلو برید؛ د وژل شویو خبریالانو شمېر ۴۰ ته ورسېد

د خبریالانو خوندیتوب کمېټه (CPJ) وايي چې پر غزې د اسراییلو برید له امله د وژل شویو خبریالانو او رسنیو کارکوونکو شمېر ۴۰ ته رسېدلی دی.

دې کمېټې په خپل خپور کړي ورورستي راپور کې ویلي چې د اسراییلو د بریدونو راهیسې ۳۵ فلسطیني، څلور اسراییلي او یو لبنانی خبریال وژل شوې دي.

هند نن نړیوال جام کې له نیدرلنډز سره لوبه کوي

د هند په کوربه‌توب د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام کې نن هندۍ لوبډله د نیدرلنډز کرېکټ ملي لوبډلې سره خپله وروستۍ لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن یکشنبه د نومبر دولسمه د هند د بنګلور په «ام چېناسوامي کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

ملګري ملتونه: که پر ځمکه دوزخ شتون لري، هغه د غزې شمال دی

د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر اوچا وايي، د غزې شمال چې لا هم زرګونه کسان په‌کې مېشت دي، بشري مرستې نه‌شي رسولی.

اسراییلو د غزې شمال زرګونه کورنیو ته امر کړی چې سوېل ته دې کډه شي. د غزې شمال کې د اسراییلو ځواکونو ځمکني او هوايي بریدونه روان دي او وضعیت کړکېچ دی.

نیوزیلنډ نن برخلیک ټاکوونکې لوبه کې سریلانکا سره لوبه کوي

د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډله نن د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام کې په یوې برخلیک ټاکوونکې لوبه کې د سریلانکا کرېکټ ملي لوبډلې سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن پنج‌شنبه د نومبر نهمه د هند په «ام چېناسوامي کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

نړیوال جام؛ انګلستان نن له نیدرلنډز سره لوبه کوي

د هند په کوربه‌توب د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام کې نن د انګلستان کرېکټ ملي لوبډله د نیدرلنډز کرېکټ ملي لوبډلې سره لوبه کوي

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن له غرمې وروسته د هند د پونې په «مهاراشټرا کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

پاکستان کې د ټېک‌ټاک ویډیو جوړولو پرمهال دوو ورونو خپل ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د خېبرپښتونخوا ایالت اړوند سیمه کې د ټېک‌ټاک ویډیو جوړولو پر مهال دوو ورونو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې چې نن سه‌شنبه د نومبر اوومه یې خپور کړی ویلي، پېښه د خېبرپښتونخوا ایالت د کوهاټ په ګمګهول سیمه کې رامنځته شوې ده.

سریلانکا نن نړیوال جام کې د بنګلدېش پر وړاندې لوبه کوي

د هند په کوربه‌توب د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام کې د سریلانکا کرېکټ ملي لوبډله نن د بنګلدېش کرېکټ ملي لوبډلې سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن له غرمې وروسته ۱:۰۰ بجه د هند د ډیلي «اروون جاېټلې کرېکټ» لوبغالي کې ترسره شي.

انګلستان او اسټرالیا نن نړیوال جام کې لوبه کوي

د اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډله نن د هند په کوربه‌توب د یو ورځنیو سیالیو روان نړیوال جام کې د انګلستان پر وړاندې لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن شنبه د نومبر څلورمه د هند د احمداباد په «نرېندرا مودي کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.