د کندوز کرنې ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې له ملخانو سره د مبارزې لپاره کمپاین پیل شوی دی.

دوی زیاته کړه چې دا کمپاین د کندوز په پنځو ولسوالیو، چې چاردره، دشت ارچي، امام صاحب، اقتاش او قلعه‌زال شامل دي، د تخنیکي ټیمونو سره په همغږۍ او د ځانګړو تجهیزاتو په کارولو سره په څړځایونو او کرنیزو ځمکو کې د ملخانو د یرغل مخنیوي په هدف پیل شوی دی.

د کندوز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس محراب‌الدین اقبال وايي چې د ولایت په زیان‌منونکو سیمو کې د زیان رسوونکو ملخانو سره د مبارزې کمپاین پیل شوی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه زیاته کړه چې د زیان رسوونکو ملخانو سره د مبارزې په دې کمپاین کې، د کرنې ریاست د لسو کارمندانو شپږ ډلې د کندوز ولایت په کچه تخنیکي وسایلو او تجهیزاتو سره ګومارل شوي دي.

د نوموړي په وینا، د دواشیندلو دغه کمپاین به د ملخانو د له‌منځه وړو پورې روان وي.

په ورته مهال د کندوز ولایت یوشمېر بزګران د دې کمپاین د پیل په اړه خوښي څرګندوي او وايي، له تېرو څو ورځو راهیسې د دوی پر کروندو زیان‌رسوونکو ملخانو برید کړی دی.

دوی هیله لري چې د دې کمپاین په پلي کولو سره به د نورو زیانونو مخه ونیول شي.

د یادونې وړ ده چې د ملګروملتونو د خوړو او کرنې سازمان په کندوز کې د مراکشي ملخانو د راښکاره کېدو په تړاو راپور ورکړی و. په دې راپور کې ویل شوي و چې کندوز د یادو ملخانو د یرغل له خطر سره مخ دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام