د کورنيو چارو وزارت وايي، د کابل ښار ۱۳مې حوزې اړوند د دشت برچي پل خشک سيمه کې چاودنه شوې چې له کبله يې ۱۷کسان وژل شوي او ۵۷نور ټپيان دي.
د یاد وزارت ویاند طارق ارين وايي، دا چاودنه نن مازديګر شاوخوا ۴ بجې او ۳۰ دقیقې شوې ده.
د نوموړي په وينا، ځانمرګي بريدګر غوښتل چې يوه ښوونيز مرکز ته دننه شي؛ خو موخې ته له رسېدو وړاندې د ښوونيز مرکز د ساتونکيو له لوري پېژندل شوی او ځانمرګي بريدګر ځانته چاودنه ورکړې ده.
عیني شاهدان وایي، دا چاودنه د کوثر دانش په نوم یوه ښوونيز مرکز ته نږدې شوې ده او ډېره زوروره وه.
د ياد بريد مسووليت داعش ډلې پر غاړه واخيست.