Asset 1SWN

هېواد کې د معلولانو او شهیدانو کورنیو د غړیو بایومټریک بهیر بیاپیل شو

000_1869LP

د شهیدانو او معلولانو وزارت مرستیال عبدالحکیم حقاني وايي چې د هېواد په کچه یې د معلولانو او د شهیدانو کورنیو د غړیو د بایومټریک بهیربیا پیل کړی دی.

د شهیدانو او معلولانو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال عبدالحکیم حقاني دغه څرګندونې نن چهارشنبه د غبرګولي ۲۴مه کابل کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال وکړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، د شهیدانو د کورنیو غړي او معلولان کولای شي په ټولو ولایتونو کې د خپل پېژندنې اسناد ولایتونو کې د یاد وزارت اړوند د شهیدانو او معلولانو ریاستونو ته د څېړنې او ارزونې لپاره وسپاري.

هغه زیاته کړه چې یاد کسان د ولایت مقام څخه د حکم اخیستلو ترڅنګ کولای شي چې خپل اسناد او غوښتنې په اړوند ولایتونو کې د شهدانو او معلولانو ریاستونو ته وسپاري.

د شهیدانو او معلولانو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان همداراز زیاتوي چې د جمهوري نظام معلولانو او د شهیدانو کورنیو غړیو ته هم له توپیر پرته حقوق ورکول کېږي.

د یاد وزارت مالي او اداري رییس کلیم‌الله افغان وايي چې روان کال کې دغه وزارت ته ۱۲ میلیارډ افغانۍ ځانګړې شوې او هڅه کېږي چې له لوی اختر وړاندې ټولو معلولانو او د شهیدانو کورنیو غړیو ته د حقوقو د ورکړې بهیر پیل شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د شهیدانو او معلولانو په چارو کې د دولت وزارت د معلوماتو پر بنسټ، دا مهال دغه وزارت سره ۱۹۰زره معلولان، ۸۰زره بې‌سرپرسته مېرمنې او د شهیدانو ۳۵۰زره اولادونه ثبت دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام