د افغانستان بانک په یوې خبرپاڼه کې له خلکو غوښتنه کړې چې له هغو صرافانو سره د پیسو لېږد‌رالېږد «مبادلې او حوالې» له معاملاتو ته ډډه وکړي چې د فعالیت جواز نه‌لري.

 یاد بانک نن پنج‌شنبه، غبرګولي لسمه پر خپله اېکس‌‌پاڼه په خپره کړې یوې خبرپاڼه کې ویلي چې هېواد‌وال دې، یوازې هغو صرافانو سره د پیسو اړوند معاملات وکړي چې له «افغانستان بانک» یې د فعالیت جواز اخیستی وي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه بانک همداراز لیکلي، جواز‌لرونکي صرافان په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې فعالیت کوي او په وینا یې، خلک دې د خپلو پیسو خوندیتوب لپاره «خپل مالي معاملات جوازلرونکو صرافانو سره ترسره کړي.»

د افغانستان بانک لیکلي: «له دې لارې ګرانو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د پیسو د مبادلې او حوالې معاملات دې له هغو صرافانو سره ترسره کړي چې د افغانستان بانک له‌خوا ورته د فعالیت جوازونه صادر شوي وي.»

د یاد بانک په خبرپاڼه کې هغو صرافانو څخه یو ځل بیا د جوازاخیستلو غوښتنه شوې چې تراوسه یې د صرافي اړوند فعالیت جواز نه‌دی اخیستی.

د افغانستان بانک خبرداری ورکړی، که بې‌جوازه صرافان خپلې غیرقانوني کړنې ونه‌دروي، قانوني چلن به ورسره وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «د افغانستان بانک د ۱۲۸۶۲ ګڼې او ۱۴۰۳/۰۳/۰۳ نېټې متحد‌المال له لارې محترمو صرافانو ته خبرو ورکړی دی او اوس یو ځل بیا هغو ټولو وګړو او اشخاصو ته چې د افغانستان بانک له‌خوا د صادر شوي، جواز څخه پرته په غیرقانوني ډول د صرافانو او پولي خدمتونو فعالیتونه کوي، خبر ورکول کېږي، څو خپلې غیرقانوني کړنې ژر ترژره ودروي…د پرېکړې نه‌‌عملي کولو صورت کې به له سرغړوونکو سر قانوني چلن وشي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د افغانستان بانک له دې وړاندې هم هېواد کې له صرافانو غوښتنه کړې وه چې د خپلو کارونو قانوني کولو لپاره دې د فعالیت جوازونه ترلاسه کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام