د بدخشان د ارګو ولسوالي اوسیدونکي او مالداران څارویو کې د یوې ناپېژانده ناروغۍ له خپرېدو اندېښنه لري.
دوی وايي، دغې ناروغۍ په دې وروستیو ورځو کې یو شمېر څاروي وژلي او که ژر یې مخه ونه نیول شي، زیانونه به یې نور هم زیات شي.
د یادې ولسوالۍ د «چشمهحصار» کلي اوسېدونکی محمد لطیف سلاموطندار ته وايي: «زما څو څاروي دې ناروغۍ ونیول او یوه غوا هم مړه شوه. د ناروغۍ نښې دا دي چې واښه نه خوري او کولمې یې درد کوي. مونږ د حیواناتو صحي مرکزونو ته مراجعه وکړه او درمل مو واخیسته، خو هېڅ نتیجه ورنهکړه. یوه غوا مې هم درلود چې یوه شپه ناروغه شوه. نه پوهېږم چې د کولمو درد یې وو، که څه، خو کولمې یې تورې شوې او مړه شوه. درملنه مو وکړه، خو هېڅ ګټه یې ونهکړه. یو ګاونډی مې هم و چې د هغه غوا هم ناروغه شوه او مړه شوه.»
رحیم د ارګو ولسوالي بل اوسېدونکی دی او وايي، دا ناروغي په تېرو اونیو کې د دوی د څارويو ترمنځ خپره شوې چې تر اوسه یې اصلي علت نه دی معلوم.
«زموږ حیوانات بېاشتها شوي، وینه یې بهیږي او قبضیت لري. په همدې کلي کې د څو کورنیو څاروي ناروغ شوي، خو تر اوسه هېڅوک نه پوهېږي چې اصلي ستونزه څه ده. زما خپل یو خوسکی مړ شو، او بله غوا مې هم ناروغه ده چې ښايي په همدې ورځو کې مړه شي.»
د ارګو اوسیدونکي له مسوولو ادارو د دې ناروغۍ د بېړني تشخیص او مخنیوي لپاره د اقداماتو غوښتنه کوي.
یو بل تن ماللرونکی محمد یتیم هم په خپلو څارویو کې د یادې ناروغۍ له نښو نښانو څخه یادونه کوي.
په ارګو ولسوالي کې یو تن د حیواناتو ډاکټر امرالله مشفق وايي، د څېړنو له مخې، دا یوه خطرناکه ناروغي ده چې “انتروتوکسیمیا” نومېږي.
نوموړی وايي، یاده ناروغي زیاتره د غواګانو، خوسکي، وزو او پسونو ترمنځ خپره شوې ده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
«که چیرې پاملرنه ورته ونه شي، دا ناروغي کولی شي په لنډ وخت کې د سیمې ډېر شمېر څاروي له منځه یوسي او د مالدارو کورنیو اقتصاد ته درانه زیانونه واړوي. د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره اړتیا ده چې غوګانو او خوسکیو ته ډېر واښه ور نه کړل شي، د حیواناتو غذا هم په ناڅاپه بدله نهشي او هغوی ته باید سالم او متوازن خواړه برابره شي. همداراز د حیواناتو د معافیت سیستم پیاوړی کول د مناسبه تغذیې له لارې، کولی شي د دې ناروغۍ د مخنیوي او کنټرول لپاره مؤثر تمام شي.»
اخوا د بدخشان د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست د حیواني روغتیایي مرکزونو د څارنې مدیر احمد جاوېد وايي، دا ناروغي تب برفکي یا FMD نومیږي چې له کلونو راهیسې په هېواد او بیا په ځانګړي ډول بدخشان کې شتون لري.
«د بدخشان د کرنې ریاست د دغې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي په موخه ګرځنده واکسینکوونکې ډلې هغو ولسوالیو ته استوي چې د زیات خطر سره مخ دي او همداراز د مالدارانو د پوهاوي لپاره به د عامه پوهاوي پروګرامونه پیل شي. د دې ترڅنګ، د هرې ولسوالۍ د دولتي او غیردولتي حیواني کلینیکونو مسوولان مکلف دي چې مالدارانو ته د ناروغیو د مخنیوي، درملنې او سالمې تغذیې په برخه کې لازمې لارښوونې او روزنه ورکړي.»
د یادولو ده چې مالداري د ارګو ولسوالي د ډېری خلکو د عوایدو او خپلو اړتیاوو د پوره کولو اصلي سرچینه بلل کېږي.
کارپوهان حیواني ناروغۍ لکه بت برفکي او انتروتوکسیمیا نه یوازې د حیواناتو لپاره مضره ګڼي، بلکې ټينګار کوي چې دوام یې د خلکو اقتصادي وضعیت زیانمنوي.
ځایي چارواکي څارویو ته پر منظم واکسین، پر وخت تشخیص او د مالدارانو د پوهاوي پر زیاتوالي ټینګار کوي، ترڅو د لا زیاتو زیانونو مخه ونیول شي.


