Picture of سلام وطندار

سلام وطندار

معرفی مختصر

سرپُل کې د اوبو رسولو شبکو نشتوالي خلک ستونزو سره مخ کړي

د سرپُل یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دولتي اوبو رسولو شبکو ته لاسرسی نه لري او اړ دي چې ژورې څاه‌ګانې وکيندي؛ هغه وضعیت چې د دوی د ژوند لګښتونه یې زیات کړي.
د سرپُل اوسېدونکو په وینا، د څښاک اوبو ته لاسرسی تر بل هر وخت ستونزمن شوی او کله ناکله اړ کېږي چې له ناپاکو اوبو استفاده وکړي.

د کډوالو اېستلو لړۍ چټک‌کېدل؛ په تورخم ورځ کې تر زرو زیاتې کورنۍ راستنیږي

له یو میاشتني ځنډ وروسته چې تورخم دروازه بیرته د راستنېدونکو پرمخ پرانستل شوه، له دې لارې په ورځني ډول له زرو زیاتې کورنۍ هېواد ته راستنیږي.

د تورخم عمري مېشت غالي مسوولان وایي، کمپ کې د راستنو شویو لپاره اسانتیاووې برابرې دي، خو د ګڼې ګوڼې او د نړیوالو موسسو د پرسونل کمښت له امله ورته رسېدنه ستونزمنه ده.

ګوترېش: ټول لوري باید هرمزتنګي کې د تګ‌راتګ ازادي ته درناوی ولري

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د هرمز تنګي کې د تګ‌راتګ پر محدودیتونو ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې د نړیوالو سمندري تګ‌راتګ حقونه باید په بشپړه توګه بېرته عادي شي.

د نوموړي ویاند سټیفان دوجاریک ویلي چې په وروستیو ورځو کې د دې مهمې لارې د وضعیت په اړه «ډېره ګډوډي» رامنځته شوې ده.

د امریکا او ایران خبرې؛ جي‌ډي ونس نن پاکستان ته ځي

تمه کېږي چې د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس نن سه‌شنبه د ثور لومړۍ / اپرېل ۲۱ اسلام‌اباد ته سفر وکړي.

د «اکسیوس» خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه سفر ایران سره د ډیپلوماټیکو خبرو پر مخ وړلو او د امریکا او ایران ترمنځ د شخړو د پایته رسولو او د ترینګلتیاوو د کمولو لپاره د ممکنه حل لارو د څېړلو په موخه ترسره کېږي.

ملګري ملتونه: روان کال ۴.۲ میلیون افغانان بېړنۍ سرپناه ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام «یو ان هبیتات» وايي، په روان ۲۰۲۶ کال کې ۴.۲ میلیون افغانان بېړنۍ سرپناه او غیرخوراکي توکو ته اړتیا لري.

دغه سازمان نن دوشنبه د حمل ۳۱ / اپرېل ۲۰ پر اېکسپاڼه لیکلي چې نړیوال د اذربایجان باکو ښار کې د مسکن په اړه د خبرو په حال کې دي، خو د افغان کورنیو لپاره دغه اړتیا بېړنۍ ده.

نورالدین عزیزي د صنعت نندارتون کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته تللی

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د اوزبیکستان په بلنه د صنعت نړیوال نندارتون INNOPROM Central Asia کې د ګډون لپاره هغه هېواد ته سفر کړی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن دوشنبه پر اېکسپاڼه لیکلي چې دغه نندارتون د صنعت او ټکنالوژۍ پراختیا او د پانګونې په برخه کې د همکاریو په موخه ترسره کیږي.

له واده وړاندې معایناتو ته نه‌پام او د خاوند او مېرمنې پر ژوند یې اغېزې

یو شمېر روغتیاپالان وايي، له واده مخکې مشورې او طبي معاینات کولی شي راتلونکې کې د خاوند او مېرمنې د روغتیايي ستونزو مخه ونیسي.
خو له دې سره سره، په دغه راپور کې د مرکه شوو ښځو تجربې ښيي چې له واده مخکې د مشورو نه‌ترلاسه کولو له امله، روغتیايي ستونزو سره مخ شوي او دې چارې یې پر ګډ ژوند هم اغېز کړی.

هغه هیله چې پوره شوه؛ کابل کې یوې نجلۍ لومړنی ښوونځی جوړ کړی

د کابل ښار په یوه نسبتاً ارامه کوڅه کې یو کوچنی، خو له هیلو او انګېزو ډک هغه ښوونځی چې بنسټ‌اېښودونکې یې یوه ځوانه نجلۍ ده.

مدینه منصور نومیږي چې په خپل زیار، حوصلې او پر ځان باور له لارې یې خپله پخوانۍ هیله په حقیقت بدله کړې.

د بهرنیو چارو وزارت: پاکستان سره خبرې رغنده فضا کې ترسره شوې

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د چین ارومچي ښار کې پاکستان سره د ستونزو حل په موخه خبرې رغنده فضا کې ترسره شوې. دغه وزارت تېره شپه یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغو خبرو کې د دوه‌ اړخیزو اړیکو، امنیتي موضوعاتو او د سیمه‌ییز ثبات اړوندو مسایلو په اړه هر اړخیز بحثونه وشول.