امریکا اسراییلو ته د یو میلیارډ ډالرو پوځي مرسته لېږي
د جو بایډن په مشري د امریکا حکومت د دغه هېواد کانګرېس ته ویلي، پلان لري چې د یو میلیارډ ډالرو په ارزښت د پوځي مرستو کڅوړه اسراییلو ته ولېږي.
رویټرز خبري اژانس د دوو امریکايي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت سهشنبه، مې ۱۵مه د مرستو دغه کڅوړه د ارزونې په موخه کانګرېس ته استولې. داسې راپورونه هم خپاره شوي چې اسراییلو په غزه کې د امریکا له لوري مرسته شوې وسلې، کارولې دي.