له هغه وروسته چې اسلامي امارت په ننګرهار کې د ملګرو ملتونو د ښځینه کارکوونکو د کار مخه ونیوله، دغه سازمان یې په غبرګون کې په افغانستان کې خپلو ټولو ښځینه کارکوونکو ته چې شمېر درېنیم زرو ته رسېږي، خبر ورکړی چې تر راتلونکو ۴۸ ساعتونو پورې دندو ته ور نهشي.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د اسلامي امارت د دې پرېکړې په غبرګون کې ویلي چې په افغانستان کې له ښځینه همکارانو پرته فعالیت نهشي کولای.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په همدې حال کې د چارو شنونکي بیا باور لري چې اسلامي امارت هڅه کوي چې په ورته فشارونو سره د نړیوالې ټولنې له لوري په رسمیت وپېژندل شي.
د نړیوالو چارو شنونکی محمود اضطرابي وایي، د اسلامي امارت او نړیوالو ترمنځ دغه ډول ناندرۍ او فشارونه یوازې پر افغانانو منفي اغېز وکړي. د نوموړي په وینا، دواړه لوري په ورته دریځونو او چلن سره تعامل ته نهشي رسېدای او پهکار ده چې دوهاړخیز تعامل وکړي او افغانانو ته زیان ونه رسوي.
دغه راز، د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي، د اسلامي امارت وروستۍ پرېکړه له نړیوالې ټولنې سره د ضد پاللو په مانا ده. هغه وايي، د اسلامي امارت یوشمېر چارواکي له نړیوالې ټولنې یې د حکومت په رسمیت پېژندل غواړي او یوشمېر نور بیا ورته پرېکړې کوي چې له کبله یې شته درز نور هم زیاتېږي.
بلهخوا د ښځو حقونو فعاله حسنا رووفي وايي، افغان ښځې د اسلامي امارت د محدودیتونو او د نړیوالې ټولنې د غبرګونونو قربانيانې دي او ورځ تر بلې له خپلو حقونو بېبرخې کېږي.
د هغې په خبره، نړیواله ټولنه د افغان ښځو د زدهکړو او کار برخه کې پرېکنده اراده نه لري او همدا لامل دی چې د دواړو لوریو د تقابل قرباني کېږي.
موږ وغوښتل چې په دې اړه د اسلامي امارت د ویندویانو نظر هم ولرو، خو د دغه راپور تر چمتو کولو پورې یې زموږ پوښتنو ته ځواب را نهکړ.
اسلامي امارت داسې مهال د ملګرو ملتونو د ښځینه کارکوونکو د کار مخه نیسي چې نړیواله ټولنه تل د افغان نجونو او ښځو د زدهکړو او کار حق ورکول د اسلامي امارت د په رسمیت پېژندلو لپاره تر ټولو مهم شرط بولي.