کندوز کې د کرنې ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د انګورو په حاصلات کې د ۹۰سلنه زیاتوالی اټکل شوی دی.

د کرنې ریاست مسوولان زیاتوي چې د شوي اټکل له مخې به سږکال د کندوز د انګورو له تاکونو په ټولییز ډول ۲۰۰۰ ټُنه انګور ترلاسه شي چې په وینا یې، دغه شمېر تېرکال یوازې ۲۰۰ ټُنه وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کندوز د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر صلا‌الدین واحدي سلام‌وطندار ته وايي چې دغه ولایت کې د لازیاتو باغونو جوړولو ته د بڼوال هڅول او بڼوالو ته د وسایلو او توکو وېش لامل شوی چې د انګورو حاصلات د پام وړ زیات شي.

د نوموړي په وینا، د کندوز انګور لوړ کیفیت او ښه خوند لري چې پېردونکو یې، زیات خوښوي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

کندوز کې داسې مهال د انګورو د حاصلاتو د زیاتوالی اټکل شوی چې دغه ولایت کې له تاکونو د انګورو شکول، پیل شوې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام