د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل پر ټویټر لیکلي چې د دغه وزارت د سرپرست امیرخان متقي په مشري یو سیاسي-سوداګريز پلاوی نن «د غويي پنځلسمه، د جمعې ورځ» پاکستان ته تللی دی.
د نوموړي په وینا، یاد پلاوی به له پاکستاني چارواکو سره د دواړو لوریو پر سیاسي-سوداګریزو اړیکو، سیمهيیز ثبات او د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ټرانزیټ هراړخیزې خبرې وکړي.
هغه زیاتوي چې امیرخان متقي به د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ په شپږمه درېاړخیزه غونډه کې هم ګډون وکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ټینګار کړی چې د دغه سفر په لړ کې به د افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ هم دوهاړخیزې خبرې وشي.