د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس په یوې ناسته کې ویلي چې د پاکستان خلکو په ترهګرویزو بریدونو کې سخت اغېزمن شوي او دغه هېواد حق لري د ترهګرۍ پر وړاندې له ځان دفاع وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه څرګندونې افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک د غړیو د شتون په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې کړي دي.
نېډ پرایس همداراز له اسلامي امارت غوښتنه کړې چې خپلو کړیو ژمنو ته پابند پاتې شي، څو افغان خاوره نور د نړیوالو ترهګریزو بریدونو پر مرکز بدله نه شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټينګار کړی چې دغه ژمنه د هغو ژمنو له ډلې دي چې اسلامي امارت یې تراوسه په عملي کولو کې پاتې راغلی یا یې د پلي کولو ته تمایل نه لري.
دا په داسې مهال دی چې د پاکستان د دفاع وزارت خواجه محمداصف ویلي، له اسلامي امارت سره د شوې هوکړې خلاف د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي.
د پاکستان د دفاع وزیر له جیونیوز سره په خبرو کې ویلي چې د اسلامي امارت حکومت پاکستان سره ژمنه کړې چې خاوره به یې د دغه هېواد پر وړاندې نه کارول کېږي.
په همدې حال کې پاکستاني چارواکو اسلامي امارت تورن کړی چې د پاکستان تحریک طالبانو غړیو ته یې پناه ورکړې او دوی هم د افغانستان له خاورې پاکستان کې بریدونه کوي.
بلخوا د پاکستان د ملي امنیت شورا هم په یوې ناسته کې ټينګار کړی چې هېڅ هېواد اجازه نه لري، څو ترهګرو ته پټنځایونه جوړ او اسانتیاوې ورته برابرې کړي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په مشري د دغه هېواد د ملي امنیت شورا د ناستې په اړه په یوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې پاکستان به د خپلو وګړو د امنیت خوندیتوب لپاره له خپلو حقوقو استفاده وکړي.