د اسلامي امارت د رییسالوزرا د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر ځانګړی سکرټر عبدالله عزام وايي چې د پاکستان له لوري مرسته شوي غنم د خوراک او استفادې وړ دي.
نوموړي پر خپل ټويټرپاڼه لیکلي، د پاکستاني مرسته شویو غنمو د نه استفادې په اړه د افغانستان د مرکزي سېلو رییس څرګندونې ناسمې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د مرکزي سېلو رییس خالقمحمد مایار نږدې دوه اوونۍ وړاندې په یوې خبري ناسته کې وویل چې افغانستان سره د پاکستان له لوري مرسته شوي غنم، «ناپاکه او د خوراک نه» دي او یوازې یې پوستکی پاتې دی.
نوموړي په دغه ناسته کې تایید کړې وه چې یاد غنم د استفادې وړ نه دي. نوموړي ټینګار کړی چې د پاکستاني غنمو په پرتله د هند مرسته شوي غنم ښه کیفیت لري.
د غنمو د ناپاکۍ په اړه د مرکزي سېلو د رییس د څرګندونو ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې هم خپره شوې ده.
خو د ملا عبدالغني برادر سکرټر د مرکزي سېلو د رییس په تړاو خپره شوې ویډیو جعلي بولي او وايي چې دغه ویډیو اډېټ شوې ده.
پاکستان د روان کال په مرغومې میاشت کې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو په لړ کې د ۱۸۰۰ ټنو غنمو یوه جوپه تورخم کې د اسلامي امارت چارواکو ته وسپارله.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
تېره اوونۍ هم پاکستان له افغانستان سره ۳۶۰۰ ټنه غنم مرسته وکړه. د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي چې دغه غنم یې په تورخم کې افغان چارواکو ته سپارلي دي.