د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د شل اووره سیالیو نړیوال جام لوبو په ترڅ کې سبا جمعه، جون ۱۴مه له پاپوا نیوګېني لوبډلې سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه د افغانستان پر وخت سبا سهار ۵ بجې د ټرېنېډېډ د ټاروبا په « برېن لارا کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا د شل اووره سیالیو نړیوال جام له «سي ګروپ» څخه د افغانستان درېیمه لوبه ده. افغان لوبډلې له دې وړاندې خپلې دوه لوبې ګټلې دي. نیوزیلنډ او یوګانډا هغه لوبډلې دي چې افغانستان ماتې کړې دي.

افغانستان دا مهال له دوو بریاوو او څلورو امتیازونو سره د سي ګروپ د جدول په دویم ځای کې شتون لري. د یاد نړیوال جام له هر ګروپ څخه د جدول د سر دوه لوبډلې د ۸ غوره لوبډلو پړاو ته د تلو چانس لري.

افغان لوبډله چې دې شل اووره نړیوال جام کې پیاوړې راڅرګنده شوې، د پي‌اېن‌جي پر وړاندې بریا ته اړتیا لري، څو په مستقیمه توګه بل پړاو ته لاره پیدا کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

افغانستان شل اووره نړیوالو سیالیو کې یوازې ځل په ۲۰۱۵کال کې له پاپوا نیوګېني سره مخ شوی چې یاده لوبه یې، په شپږو وېکټو ترې ګټلې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام