د افغانستان بانک وايي چې سبا یکشنبه د لیندۍ شپږمه ۱۷ میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.
د افغانستان بانک نن شنبه د لیندۍ پنځمه پر خپله ټوېټرپاڼه له ټولو خصوصي بانکونو او د پولي خدمتونو له صرافیو او شرکتونو غوښتنه کړې چې دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
دغه بانک همداراز ویلي چې داوطلبۍ کې ګډون کوونکي بانکونه او د صرافۍ شرکتونه باید پر شرایطو برابر وي او ګټونکي باید د لیلام د ورځې تر پایه خپل ټول حسابونه تصفیه کړي.
سلاموطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ
د افغانستان بانک په هېواد کې د افغانیو ارزښت او ثبات ساتلو لپاره په دومداره توګه بازار ته ډالر وړاندې کوي.