Asset 1SWN

پر ښځو د محدودیتونو دوام؛ د افغان ښځو ځانګړی هوټل دېوالي کېدو سره مخ دی

WaWa-2-q1k8xg4iwzw47fj2jfz3jpcoetp1hgdfe5rpx36avc

کابل کې یوشمېر ښځو د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته «واوا، د افغان ښځو هوټل او پخلنځي» په نوم هوټل جوړ کړ. دغه ښځې اوس د ګیلې په توګه وايي چې د اسلامي امارت له لوري د محدودیتونو او فشارونو په ډېرېدو سره یې کاروبار له دېوالي کېدو سره مخ دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه هوټل بنسټ‌اېښودونکې سمیره محمدي وايي، د دغه هوټل د جوړېدو موخه یې د ښځو پیاوړتیا وه، خو محدودیتونو یې پر کار ۹۵ سلنه منفي اغېز کړی او د عوایدو کمېدو له کبله یې کارکوونکي هم کم کړي دي.

هغه زیاتوي: «دغه هوټل مو د اوسني حکومت له پیل نه د ښځو لپاره جوړ کړی او دلته دوه کاري ډلې لرو چې ۱۴ ښځې راسره کار کوي. دوی هغه ښځې دي چې اقتصادي ستونزې یې لرلې او دا یې د ستړیا او خپګان لامل کېدې. دا هوټل مو جوړ کړ، څو ښځې عواید ولري او خپلې ستونزې حل کړي.»

محمدي وايي چې په هوټل کې یې افغاني خواړه د ښځینه‌وو له لوري چمتو او پېرودونکو ته وړاندې کېږي. نوموړې وايي: «موږ دلته افغاني خواړه، لکه منتو، اشک، پیرکي او سمبوسې لرو. مخکې ۲۲ کسان وو چې په دوو وختونو کې مو کار کاوه، خو له محدودیتونو وروسته مو پېرودونکي او عواید کم شوي او کارکوونکي مو هم کم شوي. خو لا هم دغه هوټل پرانېستی دی او موږ خپل کار ته دوام ورکوو.»

سحر عزیزي چې په دغه هوټل کې کار کوي، وايي چې پلار یې مړ شوی او دې او یوې بلې خور ته یې د کور مسوولیت ور پر غاړه دی. هغه هم وايي چې پر افغان ښځو د اسلامي امارت د محدودیتونو په زیاتېدو سره یې عواید هم د پام وړ کم شوي دي.

هغه زیاتوي: «د محدودیتونو له لګېدو مخکې به تالار ډکېده، خو اوس پېرودونکي نه لرو، کار نشته، عواید کم شوي دي. حکومتي مسوولان څو ځله راغلل او ویې ویل چې ښځې د کار حق نه لري او دا ځای باید وتړل شي. مخکې مو یو ځل هوټل بند کړ، خو بیا مو بېرته پرانېست.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

حسنا محمدي هم په دغه هوټل کې کار کوي. نوموړې وايي: «مخکې مو هم نارینه او هم ښځینه پېرودونکي وو، خو د ښوونیزو مرکزونو او پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته مو پېرودونکي هم کم شول او عواید مو هم ورسره کم شول. که همداسې دوام وکړي، ښايي نور کار ته دوام ور نه‌شوو کړای او اړ یوو چې هوټل وتړو.»

اسلامي امارت واک ته له رسېدو سره سم لومړی له شپږم ټولګي د پورته نجونو پر زده‌کړو بندیز ولګاوه او بیا یې د پوهنتونونو دروازې هم د هغوی پر مخ وتړلې. دغه راز، په وروستۍ پرېکړه کې یې په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې هم د ښځینه‌وو پر کار بندیز ولګاوه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام