په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت وايي، افغان کډوالو د دغه هېواد په هېڅ سیاسي فعالیت یا جنايي پېښه کې ګډون نهدی کړی. دغه سفارت نن پر اېکس یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په اعتراضونو کې د افغان کډوالو لاس لرلو په اړه د پاکستاني چارواکو وروستۍ څرګندونې د اندېښنې وړ او د هغوی د ځورونې په موخه د پلمې جوړولو لپاره شوې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په خبرپانه کې لیکل شوي: «افغان کډوالو تل په پاکستان کې سولهييز ژوند کړی او د دغه هېواد په اقتصاد کې یې مثبته ونډه لرلې ده؛ افغان کډوال هېڅکله نه غواړي چې په سیاسي لوبو یا ټولیزو اعتراضونو کې ګډون وکړي.»
د افغانستان سفارت ټینګار کوي چې دا ډول څرګندونې د پاکستان په ګټه نهدي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د بېباورۍ فضا پیاوړې کوي.
یاد سفارت له پاکستان څخه غوښتي چې اجازه ور نهکړي، څو د افغان کډوالو پر وړاندې بېباوري پیدا شي او د دواړو هېوادونو اړیکو ته زیان ورسوي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر تر دې مخکې ویلي و چې یوشمېر افغان کډوالو د دغه هېواد په اعتراضونو کې ګډون کړی دی.
د اسلاماباد د پولیسو قوماندان سیدنصیر علي رضوي تېره اوونۍ اعلان وکړ چې د اعتراضونو ۱۰۰۰ ګډونوال یې نیولي او په وینا یې، ۵۶ هغه یې افغان کډوال دي.