مصنوعي ځیرکتیا چې کمپیوټر ته دا واک ورکوي، څو د انسان په څېر فکر وکړي او پرېکړه ونیسي او حتا د انسان چلن هم کاپي کوي، په دې ورځو کې ځوانانو ته دا فرصت په لاس ورکړی، څو له خپلو نوښتونو او مهارتونو کار واخلي او خپله راتلونکې جوړه کړي.

سلام‌وطندار هېواد کې له مصنوعي ځیرکتیا سره د ځوانانو د بلدتیا کچې ارزونې په تړاو نظرپوښتنه کړې چې دې نظرپوښتنه کې د هېواد له ۳۴ ولایتونو ۳۹۵ لوستو ځوانانو ګډون کړی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادې سروې ۷۴سلنه ګډونوالو ویلي چې د مصنوعي ځیرکتیا کارونې سره بلدتیا لري او ۲۶.۴سلنه هم ورسره هېڅ ډول بلدتیا نه‌لري.

د یادې سروې ۷۵.۴سلنه ګډونوال نارینه او ۲۴.۶سلنه هم ښځینه دي. هغه ځوانان چې له مصنوعي ځیرکتیا سره بلدتیا لري، وايي، له دې ټکنالوژۍ ډېری وخت د ښوونې او ورځنیو کارونو او تفرېح لپاره ګټه اخلي.

د ګډونوالو له ډلې ۴۱.۴سلنه ویلي چې د زده‌کړو او ظرفیت لوړونې، ۳۴.۵سلنه هم د زده‌کړو، کاري او تفرېح، ۱۵.۶سلنه هم کاري برخه کې له مصنوعي ځیرکتیا استفاده کوي؛ په داسې حال کې چې ۸.۵سلنه هم د مصنوعي ځیرکتیا څخه یوازې د تفرېح لپاره کار اخلي.

د کابل اوسېدونکی ۲۳کلن رامین نیازی له مصنوعي ځیرکتیا د زده‌کړو برخه کې د اسانتیاوې رامنځته کېدو لپاره کار اخلي. دی وايي چې مصنوعي ځیرکتیا د مونوګراف لیکو برخه کې د یوه ښوونکي په توګه ورسره مرسته کړې.

هغه وویل: «له مایکروس‌اف بینګ، اهیرستارد،اې‌ای او د مصنوعي ځیرکتیا له سماري څخه مې استفاده کړې چې اوږدلې مقالې او لیکونه خلاصه کوي. شخصي ژوند کې هم له مصنوعي ځیرکتیا استفاده کوم او اغېزه یې، ډېره ده.»

هېواد کې چې د وزګارتیا کچه لوړه ده او د کارموندل هم د ځوانانو لپاره پر یوې سترې ننګونې بدله شوې، مصنوعي ځیرکتیا د یوې ټکېدونکې هیلې په څېر راښکاره شوې.

د نظرپوښتنې ۱۵سلنه ګډونوال پر دې باور دي چې مصنوعي ځیرکتیا د نویو کاري فرصتونو رامنځته‌کېدو او کاري بهیرونو ساده‌کولو سره کولای شي، اقتصادي ګټې له ځان سره ولري.

د کابل اوسېدونکې ۲۶کلنه حلیمه معروفي چې د ګرافیک بخره کې فعالیت لري او د کار ښه‌والي لپاره له مصنوعي ځیرکتیا استفاده کوي، وايي، مصنوعي ځیرکتیا یې، د کار ښه ملګری دی.

هغې وویل: «کله ناکله یو فکر لرم او مصنوعي ځیرکتیا چې یې واچوم، مرسته راسره کوي، لومړی طرحه اماده او وروسته پرې کار کوم؛ ځینې د رنګونو برابرېدو او ترکیب په تړاو وړاندیزونه راته کوي چې د کار کیفیت مې لوړوي.»

بل‌خوا د مصنوعي ځیرکتیا اړوند تفريحي پروګرامونه هم د دې لامل شوي چې دې برخې ته دېری ځوانان ورمات کړي. د کابل اوسېدونکی عمر ایزدیار وايي: «ګېم‌کول مې خوښېږي او د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته چې ګېمونه جوړېږي، ډېر زړه‌راښکونکې دي؛ که څه لاسرسی ورته لږ ګران دی، خو بیا هم له دوو ګټه اخلم؛ کله چې غواړم فلم ووینم، نټ‌فلېکس د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته راته فملونه وړاندې کوي.»

د معلوماتي ټکنالوژۍ کارپوهان موسی محمدي او قریب‌ ارین بیا ټکنالوژۍ پورې تړاو، د نورو خصوصي حریم ته ورننوتل او د کاري فرصتونو کمښت بیا د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې اړوند اندېښنې یادوي.

موسی محمدي وویل: «تر ټولو لویه ستونزه د مصوعي ځیرکتیا د سمې کارونې په تړاو د پوهاوي نشتون دی چې د خصوصي حریم له‌منځه تل له ځان سره لري؛ ښايي سمه نه‌کارونه به ځوانان په انلاین بڼه زورواکي او سایبري بریدونو سره مخ کړي.»

د معلوماتي ټکنالوژۍ یوه بل کارپوه قریب ارین وویل: « مصنوعي ځیرکتیا کولای شي چې ستونزې او ګواښونه له ځان سره ولري؛ ځوانان پرته له دې چې پوه شي، خپل معلومات مصنوعي ځیرکتیا ته ورکړي؛ ډېره کارونه به یې، د تولنیز تعامل د کمښت او ټکنالوژۍ ته د ډېر تړاو لامل شي.»

د ټولنیزو چارو کارپوهان بیا وايي چې له مصنوعي ځیرکتیا ګټه اخیستنه به د ژوند بڼې و د ځوانانو پر ټولنیزو اړیکو ژورې اغېزې ولري چې ډېره کارونه به یې، د تنبلېدو لامل هم شي.

ټولن‌پوه راشدصدیقي وویل: «افغانستان کې چې لاهم دومره نه‌دی عام شوی؛ کارونکي یې، له بده‌مرغه مطالعې او پلټنې پر لور نه‌ځي؛ ټول له مصنوعي ځیرکتیا اخلي او د ژوند بڼه یې، اغېزمنه کړې او د منزوي‌کېدو پر لور روان دي.»

د چاروشنونکی قیس محمدي وايي چې د انسانانو ژوند کې د مصنوعي ځیرکتیا راتلل، د اقتصاد برخه کې یو ستر تحول دی او کولای شي، د اقتصادي و پدې او کارموندنې لامل شي. «افغانستان کولا شي چې د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته ځان عادت کړي؛ ټولو برخو کې د  مصنوعي ځیرکتیا کارونه باید عامه شي، ښوونځیو، پوهنتونونو او نورو ښوونیزو برخو کې، ځکه دې برخو کې په کافي اندازه کاري فرصتونه شتون لري.»

د مخابراتو او معلوماتو ټکنالوژۍ وزارت مسوولان وايي چې کابل او ولایتونو کې یې، د مصنوعي ځیرکتیا او ټکنالوژۍ په تړاو د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یاد وزارت ویاند عنایت‌الله الکوزي وویل: «د ظرفیت‌جوړونې او د ټکنالوژۍ پرمختګونو په تړاو د عامه پوهاوي پروګرامونه مو په ټول هېواد کې د یاد وزارت د ریاستونو د ښوونیزو مرکزونو له لارې جوړ کړي او زده‌کوونکي او مینه‌والو ته د مصنوعي ځیرکتیا په اړه پوهاوی ورکوي.»

مصنوعي ځیرکتیا چې په چټکۍ د ودې په حال ده، په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه روغتیا او ټکنالوژۍ کې ترې ګټه اخیستنه ډېره شوې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام