د اوبو او انرژي وزارت سرپرست عبدالطيف منصور وايي چې امریکا تراوسه د مرستې په توګه اسلامي امارت ته یو ډالر هم نهدی ورکړی.
نوموړي د پکتیا زرمت ولسوالي کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال همداراز وویل چې د ا.ا دښمنان داسې تبليغات کوي چې ګواکې امريکا د جمهوريت په څېر اسلامي امارات ته هم پيسې راليږي، خو په وینا یې، دا حقيقت نهلري.
نوموړي زياته کړه، هغه ډالر چې افغانستان ته راځي، د موسسو دي او د یادو موسسو له لوري لګول کېږي.
هغه وویل: «زموږ د دې نظام دښمنان داسې اعلان هم کوي چې څرنګه چې جمهوريت په وخت کې د ډالرو کڅوړې را رارونې وې اوسني حکومت ته هم را روانې دي.دا يوازې هغه ډالر و چې هغه اينجوګانو او مؤسساتو ته راتلی خو طالبانو فقط دومره ابتکار وکړ چې دا مرستې منظمې شوې.امريکا داسې ماته شوې چې په ټوله نړی کې شرميدلې آيا هغه به بيا مرستې راليږي؟امريکا به شل کاله په دې فکر کې وي چې څنګه افغانان تحقير کړم او څنګه انتقام ترې واخلم.»
عبدالطیف منصور زیاته کړه چې افغانستان ته د موسسو له لوري راوړونکې پيسې اتيا سلنه بېرته د همدې موسسو په تنخوا او نورو لګښتونو مصرفېږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، يوازې په پاتې شل سلنه پيسو که وياله او پلچک جوړ شوی وي.
بلخوا د اوبو او انرژي وزارت سرپرست ټينګار وکړ چې د ولس شرعي غوښتنې او ستونزې دې په سړه سینه واورېدل شي.
عبدالطيف منصور حکومتي مسوولانو ته په اشارې سره وويل چې د ملت پرمټ واک ته رسېدلي، د ولس شرعي حقونه او ستونزې بايد په پراخه سينه واوريدل شي او هغه حل کړل شي.
هغه وويل چې د اسلامي امارت هره پاليسي او پرېکړه د دين او ولس دودونو سره ورتهوالی لري او له خلکو يې غوښتنه وکړه چې اوسني نظام ملاتړ وکړي.