ځايي مسوولان وايي، د ګرشک ولسوالي اړوند «دهمزنګ» سیمه کې د یوه نوي استوګنیز ښارګوټي چې د ژوند اړینې اسانتیاوې به ولري، د جوړېدو چارې پیل شوې.
د مسوولانو په وینا، دغه ښارګوټی په ۶۸۰ جریبه شخصي ځمکه کې جوړیږي چې ۲۷۰۰ استوګنیز کورونه جوړ به په کې اباد او د هلمند خلکو لپاره به د عصري ژوند یو نوی فرصت ته زمینه مساعده شي.
د عمري ودانیزو خصوصي شرکت مسوول محمد عیسی عمري چې د یاد ښارګوټی جوړولو چارې پرمخ وړي وايي، د یاد ښارګوټي د جوړېدو چارې به د یو کال په موده کې بشپړې شي چې ۱۰۰ سوداګریز مارکیټونه، سړکونه، برښنا، پاکې اوبه، ښوونځي، جوماتونه، کلینیک او پارکونه به ولري.
هغه وویل: «زموږ هدف دا دی چې د هلمند خلک د غیر معیاري کورونو له ستونزو راوباسو او یو منظم، ارام او عصري ژوند ورته برابر کړو.»
د هلمند د کور او ښار جوړونې ریاست مسوولان وايي، دغه ښارګوټی د ولایتي ادارې په همغږۍ جوړیږي چې پرمهال به یې ۳۰۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هلمند د کور او ښار جوړونې رییس شمسالله ناظم وايي: «دا ښارګوټی د مرکزي حکومت او ولایتي ادارې په همغږۍ جوړیږي او نږدې ۳زره کسانو ته به د کار زمینه برابره کړي. د دې ښارګوټي په جوړیدو سره به ډېر خلک عصري ژوند ته لار پیدا کړي.»
ځايي خلک د دې پروژې د پیل هرکلی کوي او له نورو سوداګرو هم د ورته ودانیزو پروژو د تطبیق په برخه کې د پانګونې غوښتنه کوي.
د هلمند د ګرشک ولسوالي دریو اوسېدونکو عبدالوسیم، عصمت الله او عبدالحکیم وویل: «داسې پروژې باید زیاتې شي، ځکه چې زموږ ولس ته د ژوند اسانتیاوې او د کار زمینه برابروي.»
«موږ خوښ یو چې دلته داسې یو ښارګوټی جوړېږي، له نورو پانګوالو مو هم هیله ده چې ورته پروژې پيل کړي.»
«زه هیله لرم چې دا ښارګوټی به زموږ د ژوندانه بڼه بدله کړي او نوي فرصتونه رامنځته کړي.»
اقتصادي کارپوهان په دې باور دي چې دا ډول خصوصي پانګونه کولی شي په ولایتي کچه د اقتصادي ودي سره سره د ولسي وګړو اقتصادي ثبات ته هم لار هواره کړي.






