د جوزجان محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت مرکز شبرغان ښار اړوند «ترناب اوزبیکیه» کلي کې په یو جریب ځمکه کې په شخصي لګښت د یوه ښوونځي د رغېدو چارې پیل شوې.
د دوی په وینا، دغه ښوونځی به د راتلونکو درېوو میاشتو په موده کې جوړ او یو میلیون او ۶۵۰زره افغانۍ لګښت به پرې راشي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د جوزجان د والي مرستیال نورالدین عمیر وویل: «ښوونه او روزنه زموږ ته ډېره ضرور ده. دې کس ته چې خدای شتمني ورکړې، شپاړلس نیم میلیونه افغانۍ پرې لګوي. تاسو هم باید د خپلو اولادونو زدهکړو کې کوښښ وکړئ او ښوونځیو ته یې واستوئ، څو راتلونکې کې خلکو ته خدمت وکړي.»
د «ترناب اوزبیکیه» کلی د شبرغان ښار یو لرې پروت کلی دی چې د ښوونځي ۶۵۰ زدهکوونکي یې په دوو بېلابېلو وختونو کې تر خېمو لاندې ژوند کوي.
د یاد کلي اوسېدونکي وايي چې یاد کلي کې د ښوونځي یوشمېر زدهکوونکي پر بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي.
د ترناب اوزبیکیه کلي اوسېدونکي زیاتوي چې د دغه ښوونځي زدهکوونکي او ښوونکي تر شنه اسمان لاندې په دې سخته ګرمۍ کې پر زدهکړو او تدریس بوخت دي.
د دغه کلي یوه اوسېدونکي نورمحمد وویل: «دوه ټایمه درس دی او د درولو شونتیا یې نشته، حتا غوښتنه مو وکړه چې د ګرمۍ ختمېدو او د ښوونځي ودانۍ جوړېدو پورې ښوونځی رخصت کړي. هلکان ناروغان دي، یوازې اوبه لري دغه ښوونځی.»
په همدې حال کې د جوزجان د پوهنې رییس محمدطاهر جواد وايي چې د یاد ښوونځي د رغېدو لګښت د عبدالوکیل په نوم یوه سوداګر پر غاړه اخیستی دی. د نوموړي په وینا، د دې ښوونځي د ودانۍ په جوړېدو سره به سلګونه زدهکوونکي له سختې ګرمۍ وژغورل شي.
جواد وویل: «دا په تېرو دوو کلونو کې یوولسمه یا دولسمه ودانۍ ده چې د خلکو له لوري جوړېږي. هیلهمند یو چې د خلکو په مرسته به دوه نورې ودانۍ هم ډېرې ژر جوړې شي چې په اقچه ولوسالي کې یو ښوونځی دی چې ۲۵۰ میلیونه ډالر لګښت پرې راغلی دی.»
د جوزجان د پوهنې ریاست د معلوماتو پر بنسټ په تېرو دوو کلونو کې د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې د یوولس ښوونځیو لپاره خلکو ځمکه ورکړې چې د ولس په مالي مرسته اوس هم د دوو ښوونځیو د رغېدو چارې روانې دي.