د روسیې دولتي خبري اژانس «ریانووستي» له‌خوا په خپور شوي یوه راپور کې ویل شوي چې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دغه هېواد د ولسمشر مرستیال ته په یوه لیک کې د برېکس جوړېدونکې غونډه کې د ګډون غوښتنه کړې.

په راپور کې راغلي چې دغه لیک د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د ولادیمیر پوتین مرستیال «یوري اوشاکووف» ته لېږلی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په دې لیک کې راغلي: «موږ د بریکس په غونډه کې د اسلامي امارت د رییس‌الوزرا د مرستیال ملا عبدالغني برادر په شمول، د یوه لوړ پوړي پلاوي د ګډون لېوالتیا لرو.»

برېکس یو نړیوال سازمان دی چې نړۍ کې د مخ پر ودې اقتصادي قدرتونو څخه جوړ دی او برازیل، روسیه، هند، چین او سوېلي‌افریقا یې، غړې هېوادونه دي. دا ډله روان کال د مصر، سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو، ایران او ایتوپیا په غړیتوب سره پراخه شوه.

تر دې مخکې روسیې اعلان کړی و چې د برېکس راتلونکې غونډه به په درېوو مهمو سیاسي، امنیتي، اقتصادي او کلتوري برخو کې د همکاریو پر پراختیا تمرکز وکړي.

په همدې حال کې یوشمېر اقتصادي کارپوهان وايي، دې غونډه کې د سرپرست حکومت د استازي ګډون به د افغانستان سیاسي او اقتصادي وضعیت له ښه‌والي سره مرسته وکړي.

د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تلاش وايي، دا غونډه کولای شي د سیمه‌ییز سیاست او اقتصاد په برخه کې د افغانستان لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

هغه وویل: «له اقتصادي اړخه د سیمه‌یییزو پروژو پلې‌کولو کې ډېر اهمیت لري او د وزګارتیا او تنګسیې سره مبارزې په تړاو او ځمکنیو او هوايي سیمه‌ییزو مسایلو په اړه مهم دی. د ترهګرۍ برخه کې اساسي رول لري او د پلان جوړولو امکان لري چې د هېوادونو ترمنځ د پوځي وسایلو ورکړې او ګډې مبارزې امکان هم لري. سیاسي اړخه هم ښه دی.»

د برېکس غونډه د روان كال د اکتوبر له ۲۲مې تر ۲۴مې نېټې پورې د روسيې په كازان ښار كې جوړېږي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت نظر هم له ځان سره ولرو، خو دغه وزارت د سلام وطندار اړیکو ته ځواب ورنه‌کړ.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام